لوبی

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې

له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۱, ۱۴۰۵

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ ترسره‌کوونکو اعلان کړی، چې د دغو سیالیو لومړی پړاو به اوس د ۱۴۰۵ل.کال د چنګاښ له شلمې څخه د زمري تر اوومې / د ۲۰۲۶ ز.کال د جولای له شلمې څخه تر نهه‌ویشتمې پورې په کابل کې ترسره شي.

له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.

چارواکو ویلي، چې یادې سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لوبغالي کې ترسره شي او تمه ده، چې هره ورځ به د ماښام له ۶ څخه تر ۹ بجو پورې روانې وي.

آریانا راډیو ټلوېزیون، چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان غېږنیونې له ټولنې سره د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ په ټول هېواد کې دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ په لومړي پړاو کې به د هېواد له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د وزن په ۱۰ بېلابېلو ډلو او د ۱۰ سیمه‌ییزو لوبډلو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالي وکړي.

د سیالیو تر سره‌کوونکي وایي، چې د دغو سیالیو د ترسره کېدا لپاره چمتووالی روان دی او د سیالیو د ځنډېدا موخه هم دا ده، چې لوبډلو، لوبغاړو او د سیالیو د سمبالښت بهیر ته پوره آسانتیاوې برابرې شي.

په افغانستان کې د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د منظمو ملي لوبو د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي؛ ځکه غېږنیونه د هېواد ملي لوبه او دودیز سپورټ دی.

چارواکي هیله من دي، چې دغه سیالۍ به افغان غېږنیوونکو ته د ښې پېژندنې زمینه برابره کړي او په ټول هېواد کې به د دې سپورټ د پراختیا لامل شي.

Trending

Exit mobile version