Connect with us

سوداگري

د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډان‌نیوز

د ډان‌ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي: د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو لېږد، چې د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا مخکې نږدې ۸۹ زره کانټینرونه او ارزښت یې شاوخوا پېنځه میلیارډ ډالره و؛ په ۲۰۲۳ز.مالي کال کې د ۱۰۲زره او ۸۸۶ کانټینرونو ته رسېدو او د ۶.۷ میلیارډ ډالرو پر ارزښت، ریکارډ ته لوړ شوی و.

خپور شوی

د

د پاکستان د«ډان» ورځپاڼې د شننې له مخې؛ کابل ته د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا پېنځه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکې د جوړښتي بدلون په حال کې دي او د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پام وړ کمه شوې او د خیبر پښتونخوا ایالت او پېښور ښار پر اقتصادي ننګونې بدل شوی دی.

د ډان‌ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي: د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو لېږد، چې د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا مخکې نږدې ۸۹ زره کانټینرونه او ارزښت یې شاوخوا پېنځه میلیارډ ډالره و؛ په ۲۰۲۳ز.مالي کال کې د ۱۰۲زره او ۸۸۶ کانټینرونو ته رسېدو او د ۶.۷ میلیارډ ډالرو پر ارزښت، ریکارډ ته لوړ شوی و.

په ۲۰۲۴ز.مالي کال کې د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر ۵۴ زره او ۱۱۴ او په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې ۴۲ زره او ۹۵۹ ته راکم شو. دغه شمېر په ۲۰۲۶ز.مالي کال کې یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته راټیټ شوی، چې ارزښت یې شاوخوا ۳۶۷ میلیون ډالره دی.

ډان‌ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان له لوري د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې د تګ راتګ پر لارو لګېدلي محدودیتونه د دې کموالي د پیل لامل نه‌دي، بلکې هغه بهیر یې چټک کړی، چې له دې مخکې پیل شوی و.

د دې ورځپاڼې د لیکنې له مخې؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي او ایران د بدیلې لارې په توګه پر تر ټولو مهم مسیر بدل شوی دی.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، ایران په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې د افغانستان د وارداتو شاوخوا ۳۱.۳ سلنه برخه لرله او له ایران څخه مستقیم واردات او هغه توکي، چې د ایران له لارې لېږدول شوي، د افغانستان د ټولو وارداتو ۴۸.۶ سلنه جوړوي.

د منځنۍ آسیا د لارو اهمیت هم پر زیاتېدا دی او د «ډان» د راپور له مخې؛ پاکستان له دې ګواښ سره مخ کوي، چې د افغانستان لپاره نړیوالو بازارونو ته د اصلي ټرانزیټي لارې په توګه خپل دودیز ځای له لاسه ورکړي.

دغه راپور زیاتوي، چې د پاکستان له لارې د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د افغانستان د صادراتي سوداګرۍ کموالی ډېر دی او په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې له ۴۵۴ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ز.مالي کال کې یوازې اووه میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د «ډان» د څذرګندونو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ کموالی یوازې د پاکستان ګمرکي عواید نه‌زیانمنوي، بلکې په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا د تولیدوونکو، عمده پلورونکو، ټرانسپورټي شرکتونو، ګودامونو، ګمرکي استازو او مالي منځګړو پراخه ځنځیر هم اغېزمنوي.

دې ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له بازار څخه د تقاضا کموالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د خیبر پښتونخوا صنعتونه هممهاله د انرژۍ، ټرانسپورټ او مالي سرچینو له لوړو لګښتونو سره مخ دي او د دې وضعیت دوام د شرکتونو سیاليزه وسه کمولی شي.

«ډان» د راپور په یوه بله برخه کې د تورخم او چمن دروازو تړل کېدا یا ګڼې ګوڼې پر کرنیزو محصولاتو د اغېز یادونه کړې او لیکلي، چې د مېوو او سبزیو په لېږد کې ځنډ، د دغو محصولاتو د ژر خرابېدا له کبله د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده زیانونه اړوي.

دغه راز «ډان» ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه به د دې بهیر له دوام څخه زیانمن شي؛ افغانستان به په اوږدو لارو د توکو د لېږد له لوړ لګښت سره مخ شي او پاکستان به بندري فعالیتونه، ټرانسپورټ، د توکو زېرمه کول، ګمرکي خدمتونه او د افغانستان بازار له لاسه ورکړي.

د دې راپور په پای کې وړاندیز شوی، چې کابل او اسلام‌آباد د ډېرو زیانونو د مخنیوي لپاره باید د یوه داسې ټرانزیټي نظام د رامنځته کولو پر لور حرکت وکړي، چې د وړاندویېنې وړ، روڼ او پر قوانینو ولاړ وي.

#افغانستان #پاکستان #ډان‌نیوز #ټرانزیټ #سوداګري #پېښور #خیبرپښتونخوا #اسلام‌آباد #تورخم #چمن #ایران #منځنۍ‌آسیا #صادرات #واردات #ټرانزیټي‌سوداګري #اقتصاد

سوداگري

د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

Published

on

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۰۰ سلنه زیات شوی دی.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس محمد کوه‌ګرد ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ۸۰۵ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو، ۸۵ زره ټنه توکي هم د مبدأ ټرانزیټ د کړنلارې له مخې د ماهیروډ له ګمرک څخه تېر شوي، چې د تېر کال د همدې وخت پر پرتله یې وزن څه باندې ۱۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.

کوه‌ګرد زیاته کړې، چې د دې کړنلارې له مخې د افغانستان د سوداګرو د توکو ګمرکي چارې په ماهیروډ ګمرک کې ترسره کېږي او توکي له دې لارې د سوداګرو د خوښې وړ موخو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د ماهیروډ او د افغانستان د فراه ترمنځ د لارې څه باندې ۶۵ کیلومټره برخه پاخه شوې ده. د دې لارې بشپړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد وخت او د ټرانسپورټ لګښتونه راکم کړي.

د ایران د بیرجند د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې افغانستان د جنوبي خراسان ولایت تر ټولو مهم هدف بازار او سوداګریز شریک دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د وارداتو آسانتیا او د ګمرکي خنډونو لرې کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

Continue Reading

سوداگري

ایران غواړي د هرات اوسپنې‌پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي

میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنې‌پټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنې‌پټلۍ سره ونښلول شي.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۸, ۱۴۰۵

د ایران سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ټرانس‌افغان دهلیز په تخصصي غونډه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ دې له هرات څخه د ازبکستان ترمذ پولې پورې وغځول شي.

میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنې‌پټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنې‌پټلۍ سره ونښلول شي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ د دې لارې پراختیا کولی شي د توکو د لېږد او د سیمې د هېوادونو له‌خوا آزادو اوبو ته د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې وړاندیز کړی، چې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین د دهلیز پر لاره پرتو هېوادونو استازي دې د اقتصادي همکاریو ټولنې( اکو) په چوکاټ کې ژر تر ژره غونډه وکړي، چې د دې طرحې د عملي پلي کېدا لارې چارې مشخصې شي.

فرزانه صادق د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د چابهار بندر ټرانزیټي هوکړې ته پر نغوته ویلي، چې دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه نړیوالو بازارونو ته د توکو د لېږد د پراختیا وړتیا لري.

هغې د سرخس او رازي له لارې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ له ترکیې او اروپا سره نښلول او د سرخس او جلفا له لارې قفقاز او تورې بحیرې ته لاسرسی هم په سیمه‌ییز لېږد رالېږد کې د عملي کېدا وړ طرحې بللې دي.

دغه راز د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدا لپاره د پام وړ وړتیاوې لري او د اوسپنې‌پټلۍ د پراختیا او ټرانزیټي آسانتیاوو په برخه کې د ایران په ګډون د ټولو هېوادونو له پانګونې هرکلی کوي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ د پراختیا او د ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ټرانس‌افغان دهلیز په غونډه کې، چې په آستانه کې جوړه شوې وه؛ د ایران، اوزبکستان، پاکستان او قزاقستان د ټرانسپورټ وزیرانو او د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې‌پټلۍ ادارې رییس ګډون کړی و.

 

Continue Reading

سوداگري

دوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده

د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۷, ۱۴۰۵

 

د دوغارون سرحدي ترمینل مدیر محسن رکني ویلي، چې دوغارون د روان کال له لومړۍ نیمایي څخه راپدېخوا افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو په لېږدولو کې د خراسان رضوي ولایت د سرحدي لارو ترمنځ لومړی ځای خپل کړی دی.

د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.

رکني وايي، چې ودانیز توکي، اوسپنیز توکي، خوراکي توکي، مېوې، سابه او نفتي محصولات له دې لارې افغانستان ته د ایران مهم صادراتي توکي دي.

دوغارون د افغانستان پولې ته څېرمه د تایباد ښار په شاوخوا کې موقعیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او توکو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!