لوبی
د افغانستان فوټسال لوبډلې ګواتیمالا ته ۵ – ۴ ماتې ورکړه
د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځهویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په کانټینینټال ۵ لوبډلو سیالیو کې ګواتیمالا لوبډلې ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن (دوشنبه د وږي دولسمه ) د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره دا سیالۍ د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام ته چمتوالی دی، چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته په ازبکستان کې پیل شي.
تایلینډ اوسمهال د افغانستان، تایلینډ، ګواتیمالا، نیوزیلینډ او کویټ لوبډلو د اړوند سیالیو کوربه دی.
دغه سيالۍ د اګست پر نههویشتمه پيل شوي او د سپټمبر تر شپږمې به روانې وي، چې بیا به په نړيوال جام کې د ګډون لپاره یادې لوبډلې ازبکستان ته ولاړې شي، چې د سپټمبر پر څوارلسمه پيلېږي.
فیفا په دې وروستیو کې د فوټسال د نرینهوو نړیوال جام د لوبېدونکیو لوبډلو درجه بندي پر لاندې ډول خپره کړې ده:
۱- برازیل
۲- پرتګال
۳- اسپانیا
۴- ایران
۵- ارجنټاین
۶- مراکش
۸- قزاقستان
۹- تایلینډ
۱۰- فرانسه
۱۱- ازبکستان
۱۲- اوکراین
۱۳ – پاراګوای
۱۶- کرویشیا
۱۹- نیوزیلینډ
۲۱- وینزویلا
۳۰- افغانستان
۳۱- کوسټاریکا
۳۴ – تاجکستان
۳۶ – نډرلینډ
۴۰- ګواتیمالا
۴۴ – پاناما
۴۷ – انګولا
۵۰- لیبیا
۷۸ – کیوبا
څرنګه کولی شو، چې د ازبکستان ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام وګورو؟
آریانا ټلویزیون به په ټول افغانستان کې د فوټسال مینهوالو ته دا زړهراکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځهویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.
لوبی
افغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د افغانستان د سوکوهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوکوهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره د چین سینکیانګ ښار ته تللی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د سوکوهنې نهمه نړیواله ننداره د سپټمبر له ۲۱مې تر ۳۰مې د چین په کوربهتوب ترسره کېږي او خیبر سلطاني به په دې سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډله هم، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې، د دغو سیالیو لپاره یې دوهورځنی روزنیزې هڅې بشپړ کړی دی.
د افغانستان ملي لوبډله په دې نړیواله ننداره کې له اووه لوبغاړو، دوه روزونکو او یوه د لوبډلې له مسوول څخه جوړه ده او د هېواد استازیتوب کوي.
لوبی
افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.
دغه راز هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.
د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټساتونکي ټاکل شوي دي.
د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.
افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
