لوبی
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال جام درېیمې درجې ته لار پیدا کړه
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام او فوټبال نندارې د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې سوډان ته درې پر یوه ماتې ورکړه او د شپږ لوبډلو تر منځ یې درېیم مقام خپل کړ؛ له دې سره یې د سیالیو درېیمې درجې ته لار وموندله.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د هېواد تنکیو ملي لوبغاړو له دې مخکې هم سیرالیون او جیبوټي ته ماتې ورکړې وې.
روسیې د ډلې لومړی او ترکیې دوهیم مقام خپل کړی دی.
روسیه او ترکیه به پر ترتیب په لومړۍ او دوهیمه درجه کې سیالي وکړي؛ خو افغانستان به په درېیمه درجه کې د ټولیز لښتیلیک(جدول) د پنځهشپېتم او شپږنوییم مقام تر منځ د ځای خپلولو لپاره ولوبېږي.
د سیالیو راتلونکی پړاو به په حذفي بڼه ترسره شي او ټولې ۱۸۹ ګډونوالې لوبډلې به د خپلو وروستیو مقامونو د ټاکلو لپاره سیالي وکړي. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د اوکټوبر پر دېرشمه پای ته ورسېږي.
آذربایجان د ۲۰۲۶ز.کال فیفا د ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال نړیوال جام او نندارې کوربه دی.