لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې د نیپال پر وړاندې د ۵۰ آوریزو لوبو لړۍ وګټله
دا لوبه، چې په مولپاني کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه؛ نیپال لومړی بیټینګ وکړ او په ۴۴.۵ آورونو کې یې د ۱۹۱ منډو پر جوړولو ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ د پنځوس آوریزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې له نیپال څخه ماتې وخوړه؛ خو د لومړۍ او دوهیمې لوبې د ګټلو له کبله یې دا لړۍ وګټله.
دا لوبه، چې په مولپاني کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه؛ نیپال لومړی بیټینګ وکړ او په ۴۴.۵ آورونو کې یې د ۱۹۱ منډو پر جوړولو ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په ځواب کې افغانستان په ۲۰.۱ آورونو کې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۶ منډې جوړې کړې وې، چې لوبه د باران له کبله ودرول شوه. کله، چې وضعیت نور هم خراب شو؛ نو لوبڅارونکو د پایلې ټاکلو لپاره د DLS میټود څخه کار واخیست، چې له مخې یې نیپال د ۸۵ منډو پر توپیر د لوبې ګټونکی اعلان شو.
تېره اوونۍ د دې لوبلړ په لومړۍ لوبه کې افغانستان نیپال ته د ۱۳۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
په دوهیمه لوبه کې، چې د دې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ ترسره شوه؛ افغانستان نیپال ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړې وه.