تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان غونډه جوړیږي – روسیه
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان ناسته به د جنورۍ په وروستیو کې جوړه شي.
ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي، روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه یوې غونډې ته چمتووالی نیسي، چې ښايي د جنورۍ تر پایه ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې: غونډې ته چمتووالی نيول شوی؛ نېټه او ځای یې وروسته څرګندیږي. هیله شته، چې دا ناسته د جنوري تر پایه ترسره شي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره پر ټولګډونه حکومت، ترهګرۍ او نشهيي توکو خبرې اترې وشي.
هغه ټینګار کړی، چې د ایران او پاکستان تر منځ د بریدونو تبادله به د غونډې پر چمتوالی اغېز ونهکړي.
کابلوف د یوې اړوند پوښتنې په ځواب کې ویلي: نه! داسې کومه اندېښنه نشته.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان د ایران برید غندلی او هغه مهال یې دا برید له هوايي پولو سرغړونه بللې وه، چې ښايي جدي پایلې ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر اتلسمه نېټه څرګنده کړه؛ د دغه هېواد وسلهوالو ځواکونو د ایران په سیستانبلوچستان ایالت کې د وسلوالو پر ضد عملیات کړي، چې په کې د سخت دریځو پټنځایونه پر نښه شوي دي.
د پاکستان د ملي امنیت کمیټه، چې مشري یې د لنډمهالي حکومت د لومړي وزیر انوار الحق کاکړ پر غاړه ده؛ د جمعې پر ورځ دې پایلې ته ورسېده، چې اسلامآباد او تهران به وکولی شي په ګډه د تضادونو د له منځه وړلو لپاره دوه اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.
د پاکستان د صدراعظم د سکرتریت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړه هېوادونه به وکولی شي، چې د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ له لارې لږ تر لږه رامنځته شوې ناخوالې لرې کړي او د تاریخي اړیکو د ژورولو لپاره لار اواره کړي.
د یادونې ده، چې د جنورۍ پر ۱۶ د ایران وسلهوالو ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل د وسلوالو دوه مرکزونه پر نښه کړل. په دې عملیاتو کې له بې پیلوټه الوتکو او توغندیو کار اخیستل شوی دی.