تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل ناکام و– مولانا فضلالرحمن
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې پاکستان په ځینو پړاوونو کې د افغانستان د حکومتونو ملاتړ کړی او په نورو وختونو کې بیا د هغوی پر ضد درېدلی؛ هغه سیاست، چې د ده په وینا بریالی نهو.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، چې د افغانستان په اړه د اسلامآباد له لاسوهنې ډک سیاست ناکام شوی او د دواړو حکومتونو ترمنځ یې بېباوري زیاته کړې ده.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې پاکستان په ځینو پړاوونو کې د افغانستان د حکومتونو ملاتړ کړی او په نورو وختونو کې بیا د هغوی پر ضد درېدلی؛ هغه سیاست، چې د ده په وینا بریالی نهو.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د سیاسي خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ نه د زور له لارې.
مولانا د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګریزو ستونزو، د لارو د مدیریت، د کډوالو موضوع او امنیتي اندېښنو د حل لپاره د جدي سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل غوښتنه وکړه.
د هغه څرګندونې داسې مهال وړاندې کېږي، چې د وروستیو نښتو، د پاکستان امنیتي تورونو او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ اوس هم د اندېښنې وړ دی.