Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د افغانستان په چارو کې د ایران او چین ځانګړیو استازیو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

Published

 on

(Last Updated On: کب ۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د ایران او چین ځانګړیو استازیو د افغانستان په اړه د خپلو ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي له یو بل سره خبرې کړي او همدا راز یې په افغانستان کې پر دایمي ثبات، سولې او ګډې همکاری ټینګار کړی دی.

له هغې وروسته، چې د ایران او چین ولسمشرانو په بیجینګ کې ولیدل؛ د افغانستان پر مسایلو او له دې هېواد سره د ګډې همکاری پر دوام ټینګار وکړ؛ نو ورسره سم د افغانستان لپاره د دې دواړو هېوادونو ځانګړیو استازیو هم له یو بل سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې د خپلو ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي سره خبرې کړې دي.

دغه راز د چین ځانګړي استازي ویلي، چې له دې سفر مخکې یې په قطر کې د افغانستان په اړه د قطر له لوړپوړیو چارواکو، په دوحه کې د پاکستان له سفیر او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره کتلي او خبرې کړې دي.

د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې، ثبات او ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار شوی دی.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي؛ د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره د ایران او چین د ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي مې دوستانه او کارنده لیدنه درلوده. په دې لیدنه کې د افغانستان د دایمي سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره د پکن- تهران ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو او د همکاریو د عملي کېدو لپاره لارې چارې و ارزول شوې.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي بیا قطر ته د خپل وروستي سفر په تړاو په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې په خپل دې سفر کې یې د قطر له لوړ پوړیو چارواکو، د پاکستان له سفیر او همدا راز د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره د افغانستان پر موضوعاتو غږېدلی دی.

لدې وړاندې د ایران او چین ولسمشرانو په خپله وروستی لیدنه کې د افغانستان لپاره د یو ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و او همدا راز یې د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو له اسلامي امارته غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د کار او زده‌ کړې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي او همدا راز یې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام اړین بللی و.

سیمه ییز خبرونه

د ترکیې په زلزله ځپلیو ولایتونو کې سیلابونو ۵ کسان مړه کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۱)

چارواکو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د توپاني بارانونو سیلابونو له کبله دوه زلزلې ځپلي ولایتونه زیانمن شوي دي

اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې له کبله یې لږ تر لږه پېنځه کسان مړه، زرګونه خواشیني، ورک او بې کوره شوي دي.

د دغه ښار والي نعمان حتیپ اوغلو ویلي، چې یو کس د سویل ختیځ آدیامان ولایت په توت ښار کې هغه مهال یو کس مړ څلور نور ورک شول، چې د اوبو څپو د زلزله ځپلیو یو کانتینري کور لاهو کړ.

یو سیمه ییز مشر صالح آیهان هابر ترک تلویزیون ته ویلي، په ګاونډ سانلیورفا ولایت کې د سیلابونو له کبله څلور کسان مړه شوي او دوه اور وژونکي ورک دي.

د سانلیورفا تلویزیوني عکسونو وښودل، چې سیلاب په یوه سړک حپې وهي او موټرونه یې لاهو کړي دي.

په سانلیورفا کې د زلزلې ځپلیو خلکو خیس نومي کمپه یو شمېر خلک ایستل شوي دي.

هابرترک راپور ورکړی، چې ناروغان هم له یوه روغتون څخه ایستل شوي دي.

د روان کال د فبرورۍ پر شپږمه د ترکیې او سوریې ځینې برخې زورورې زلزلې ولړزولې، چې له کبله یې له ۵۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شول، چې ډېر یې د ترکیې اوسېدونکي وه. په ترکیه کې له ۲۰۰ زره ډېرې ودانۍ یا نړېدلي او یا هم سختې زیانمنې شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران په حکومت ضد لاریونونو کې ۲۲ زره ګډونوال وبښل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۱)

د ایراني سرچینو د قضائیه قوې د مشر غلام حسین محسني اژه‌یي د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د ایران قضايي چارواکو هغه ۲۲ زره کسان بښلي، چې په حکومت ضد لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه.

رویترز د ایراني رسنیو د راپور له مخې څرګنده کړې، چې د تېرې میاشتې په پیل کې ستر رهبر علي خامنه ای په لسګونه زره هغه بندیان بخښلي، چې ځینې یې په لاریونونو کې نیول شوي وه.

اژه‌ي زیاته کړې: تر اوسه په لاریونونو کې له ۲۲ زره ګډوږنوالو څخه ۸۲  زره کسان بښل شوي دي.

هغه ندي ویلي، چې بښنه کله شوې او دا کسان کله تورن شوي دي.

د تېر سپتمبر په میاشت کې د دغه هېواد د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د ایران د یوې کردۍ ښځې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ایران کې لاریونونه وشول.

پدغو اعتراضونو کې د دې هېواد له بېلابېلو قشرونو څخه ایرانیانو ګډون کړی و چې د ۱۹۷۹ ز. کال له انقلاب راپدیخوا د اسلامي جمهوریت لپاره تر ټولو ستره ننګونه پرګوته کیږي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

له سعودي سره تړون مو ګډو ګټو ته رسوي – ایران

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۱)
د ایران بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ له سعودي عربستان سره د اړیکو د بیا رغولو په اړه په ډاګه کړې؛ دا کار د ملت او سیمې د دوستو هېوادونو د ګټو ساتنې لپاره د تهران هوډ څرګندوي.

ایران او سعودي عربستان د چین پر منځګړیتوب د یوې معاملې له مخې د هغو دیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولې هوکړه وکړه، چې اووه کاله مخکې په سعودي کې د یوه مشهور عالم د اعدام له کبله پرې شوې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په څرګندونو کې راغلي؛ دا تړون د ولسمشر ابراهیم رییسي د ادارې لخوا د متوازنې بهرنۍ پالیسۍ، فعالې دیپلوماسۍ او د ښه ګاونډیتوب د نظریې ښکارندویي کوي.

دغه هوکړه د مارچ پر لسمه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د ايران د ملي امنيت عالي شورا د منشي علي شمخاني او د هغه د سعودي سيال مساعد بن محمد العيبان لخوا لاسليک شوې ده.

په دې هوکړه لیک کې به تر دوه میاشتو پورې د سفارتونو او استازولیو د بیا پرانېستلو او د امنیتي او اقتصادي همکاریو د تړونونو د پلي کېدا شاهد وو، چې څه باندې ۲۰ کاله مخکې لاسلیک شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!