لوبی
د افغانستان ځوانه کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې له سویلي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا سره د لوبې ملګرې شوه
افغانستان به د جنورۍ پر شپاړلسمه د نامیبیا په وینډهوک لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې د خپلو لوبو بهیر پیل کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته مهالوېش خپور کړ؛ افغانستان یې د سویلي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا سره په D ګروپ کې نیولی، چې دا به یې په دې سیالیو کې لومړۍ لوبې وي.
افغانستان به د جنورۍ پر شپاړلسمه د نامیبیا په وینډهوک لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې د خپلو لوبو بهیر پیل کړي.
په لومړي پړاو کې شپاړس لوبډلې پر څلورو ګروپونو وېشل شوې دي؛ په دې سیالۍ کې به لوبډلې ۲۳ ورځې ۴۱ لوبې وکړي.
زمبابوې او نامیبیا به د دې ټورنمنټ او سیالیو کوربه وي.
لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا په پلازمېنه کې ترسره شوه؛ اسټرالیا له ټاس ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۳.۵ اورونو کې یې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې له نړیوال جام څخه مخکې په خپله لومړۍ روزنیزه لوبه کې د اسټرالیا له ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرکټ لوبډلې ته پر شپږ ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا په پلازمېنه کې ترسره شوه؛ اسټرالیا له ټاس ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۳.۵ اورونو کې یې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.
د باران له کبله ټاکلې هدف ۱۶۴ منډو ته واوښته او افغانستان په ۳۵.۴ اورونو کې د څلورو ویکټو پر زیان ترلاسه کړ.
د هیواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله به د چارشنبې پر ورځ په خپله راتلونکې روزنیزه لوبه کې له سریلانکا سره مخ شي.
لوبی
ډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډېزرټ وایپرز لوبډلې د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ (ILT20) د څلورم پړاو په پایلوبه کې د امآی امارات لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د دې سیالیو اتلولۍ وګټله.
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډیزرټ وایپرز لوبډلمشر انګلستاني سام کوران پر یوازې ځان ۷۴ منډې وکړې او مکس هولډن هم ۴۱ منډې ورزیاتې کړې.
د امآی امارات لوبډله، چې د تېر پړاو اتله وه؛ په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۳۶ منډو پر تر سره کولو وسوځېده او ونه توانېده ټاکل شوې موخې ته ورسېږي. د پاکستان نسیم شاه او د انګلستان ډېوېډ پاین هر یو درې ـ درې ویکټې واخیستې.
سام کورن د ۳۹۷ منډو پر کولو د سیالیو تر ټولو ډېرې منډې کوونکی لوبغاړی شو. په داسې حال کې، چې د افغانستان وقار سلامخېل او د متحده عربي اماراتو اجی کومار هر یو د ۱۸ ویکټو پر اخیستو په ګډه د سیالیو غوره ویکټ اخیستونکي وپېژندل شول.
لوبی
د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایتالله کامهوال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوهویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.
د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالحالذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.
په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.
-
تازه خبرونه12 hours agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا12 hours agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه14 hours agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري16 hours agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ16 hours agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري2 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه1 day agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه17 hours agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
