لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په درې ۵۰ اوریزو سیالیو کې له جنوبي افریقا سره مخ شي
دغه سیالۍ به د سپټمبر له اتلسمې څخه تر دوهویشتمې ( د وږي له اتهویشتمې څخه د تلې تر لومړۍ) پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د سویلي افریقا پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د چارشنبې پر ورځ اعلان کړی، چې دا د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ دوه اړخیزلوبلړ دی.
دغه سیالۍ به د سپټمبر له اتلسمې څخه تر دوهویشتمې ( د وږي له اتهویشتمې څخه د تلې تر لومړۍ) پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ هم اعلان کړی، چې افغانستان به د روانې میاشتې له نهمې څخه تر دیارلسمې د نیوزیلنډ له لوبډلې سره د یوې ټیسټ لوبې کوربه وي.
د افغانستان لوبډلې د ۵۰ او ۲۰ اورونو په نړیوال جام سیالیو کې له خپلې بریا سره د نړۍ د معتبرو لوبډلو پام ځانته رااړولی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سږکال د اسټرالیا او نیوزیلینډ په ګډون څو پیاوړو لوبډلو ته پر ماتې ورکولو د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
لوبی
د فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوهویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.
که څه هم د افغان اتلانو لیګ (ایسيال) پېنځم پړاو سیالیو پیل ته ۹ ورځې پاتې دي؛ خو په ټول افغانستان کې د فوټبال مینهوالو لیوالتیا مخ پر زیاتېدا ده. له همدې کبله آریانا راډیو ټلویزیون ویاړي، چې تېرو پړاوونو ته ورته یې د افغانانو لپاره د دې سیالیو د ټولو لوبو د ژوندۍ خپرونې، کوربتوب او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.
د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوهویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.
د دې لیګ د پچې اچونې مراسم به د یکشنبې پر ماښام د نومبر پر شپاړلسمه د کابل پر وخت ۷ بجې ترسره او پر ژوندۍ بڼه به په آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او همدارنګه د یوټیوب چینل او آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې کې خپاره شي.
د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا نومیالیو سیالیو څخه دی، چې د ولایتونو له ګوټ ګوټ څخه غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په کې برخه لري. د دې سیالۍ موخه د افغانستان د فوټبال کچه لوړول، ځوان لوبغاړي هڅول او د سپورټ له لارې د ملي یووالي درناوی او نمانځل دي.
د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه زړهراکښونکي پړاو لپاره بشپړ چمتووالی روان دی. لوبډلې د خپلو جوړښتونو وروستي کولو په حال کې دي، کلبونه چمتووالی نیسي او مینهوال د پرانیستې غږ اورېدلو ته پر تمه دي. دا سیالۍ به د پر زړه پورې سیالیو شاهدې وي او په کې به د افغان فوټبال پېژندل شوي ستوري او راڅرګندېدونکي استعدادونه وځلیږي.
د آریانا ټلویزیون یوه ویاند ویلي؛ دوی بشپړ چمتو دي، چې د ټولو سیالیو ژوندی او پراخ پوښښ وړاندې کړي.
ویاند زیاته کړې: “آریانا ټلویزیون خوښ دی او ویاړي، چې د افغانستان اتلانو لیګ لېوالتیا د هېواد هر ګوټ ته ورسوي. فوټبال مونږ یوواليته رابولي. مونږ ژمن یوو، چې د افغان سپورټ غوره لوبغاړي نندارې ته وړاندې کړي.”
د افغانستان اتلانو لیګ د خلکو د میړانې او سپورت ته د لېوالتیا څلی دی او پیل ته یې یوازې نهه ورځې پاتې دي، هرڅه د وړتیاوو، ډلهییز کار او ملي ویاړ د نمانځلو لپاره چمتو دي؛ یو داسې جشن ته ، چې یوازې به په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپور شي.
سږکال به لس لوبډلې د افغان اتلانو لیګ په پېنځم پړاو کې د جام ګټلو لپاره له یو او بل سره سیالي وکړي.
دا ۱۰ لوبډلې دا دي:
استقلال کابل افسي
خراسان فاریاب افسي
سرخ پوشان هرات
ابو مسلم فراه افسي
عینو مېنه افسي
ارمان افسي
سرسبز یاشلر افسي
جوانان پېروزي
صرافان هرات
اتفاق خانزاده
لوبی
د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوهیمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.
لوبی
د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.
دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.
-
لوبی2 days agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه2 days agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
-
سوداگري3 days agoافغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه اسلام آباد کې له محکمې بهر موټر بم مرګ او ژوبله رامنځته کړه
-
روغتيا3 days agoله پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی
-
څار5 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد د مذاکراتو ناڅرګند برخلیک
