لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري
د افغانستان د ملي لوبډلې مشري به حشمت الله شهیدي کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې له جنوبي افریقا سره درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.
ټاکل شوې دغه لوبه د کابل پر وخت مازیګر څلور بجې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان او سویلي افریقا له دې مخکې پېنځه ځلې له یو بل سره مخ شوي دي؛ دوه ځله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (۵۰ اوره) او درې ځله په ۲۰ اوره سیالیو کې سره مخ شوي، چې په دې ټولو لوبو کې سویلي افریقا مخکښه پاتې شوې ده.
افغانستان، چې په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ؛ په سپین بال ټیسټ لوبو کې له هند او سویلي افریقا پرته نورو ټولو ته یې ماتې ورکړې ده.
د سویلي افریقا کرکټ لوبغاړي لونګي نګدي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې افغانان په همدې خاطر د پام وړ دي.
نګيدي ویلي، د کرکټ لوبډلې نظر یوازې د هغه څه پر بنسټ دی، چې خلک یې فکر کوي؛ خو دا تل رښتیا نهوي.
هغه زیاته کړې: د افغانستان د لوبې په اړه د هر چا نظر پر مونږ اغېز نکوي؛ ځکه، چې مونږ ولیدل چې د نورو نړیوالو لوبډلو پر وړاندې څه کولی شي.
هغه وایي: مونږ د لوبو دغه لړۍ ساده نه بولو. دوی د نړۍ پر کچه کرکټ لوبغاړي او د سیالیو ګټونکي لري او پخپل وخت کولی شي د نړۍ غوره لوبډلې ماتې کړي.
دې لوبغاړي زیاته کړې: مونږ دا پېښه لیدلې؛ ځکه، نو فکر نه کوم، چې څوک به دوی ته د کمزوري پر سترګه وګوري. مونږ یقینا پوهیږو، چې مونږ څه کوو.
باید وویل شي، چې د دې هېواد د کرکټ ستوری راشد خان ارمان به په دغو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ګګډون ولري؛ ځکه هغه ټپ یې رغېدلی، چې له کبله یې د نیوزیلینډ پر وړاندې له ټیسټ لوبوبې برخې پاتې شو.
د يادونې ده، چې د دې سياليو لومړۍ لوبه به سبا ترسره شي، دوهيمه او درېيمه لوبه به پر ترتيب د وږي پر دېرشمه او د تلې پر لومړۍ نېټه ترسره شي.
له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د ملي لوبډلې د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
د دغه نوملړ له مخې، ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د ټپي کېدو له کبله په دې سیالیو کې ګډون نشي کولی.
د افغانستان د ملي لوبډلې مشري به حشمت الله شهیدي کوي.
د يادونې ده، چې د هېواد ملي لوبډله د سويلي افريقا او هند لوبډلو ته پر ماتې ورکولو بريالۍ شوې نده.
لوبی
د آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن پنجشنبه د آسیا ملتونو د جام په روزنیزو(مقدماتي) سیالیو کې د میانمار د ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه به د سیمهییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.
د افغانستان لپاره دا لوبه ځانګړې ارزښت لري؛ ځکه ملي لوبغاړي هڅه کوي، چې په ځواکمنه بڼه لوبه وکړي، د سیمې په سیالیو کې خپل مقام پیاوړی کړي او د لوبډلې د پرمختګ بهیر روان وساتي.
د ملي لوبډلې مسوولان وایي، چې لوبغاړي به له پاملرنې سره لوبغالي ته رادننه شي؛ د خپلې لوبډلې پر جوړښت، دفاعي نظم او چټکو هڅو ښه پایه ترلاسه کړي.
دغه راز د میانمار ملي لوبډله هم پر لوړه جذبه لوبغالي ته ننوځي. دا لوبډله د چټکې لوبې او منظم جوړښت له کبله خپله پېژندنه لري او تمه ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ چټکه او زړهراکښونکې سیالي ترسره شي.
دا لوبه د آسیا ملتونو د جام د روزنیزو سیالیو یوه برخه ده؛ سیالي، چې په قاره کې پایلوبې ته د رسېدونکو لوبډلو په ټاکلو کې اړین رول لري.
سپورټي کارپوهان وایي، چې په دې لوبه کې بریا کولی شي د افغانستان هیلي راتلونکو پړاوونو لپاره زیاتې کړي او د لوبډلې نړیوال مقام ته هم وده ورکړي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
-
تازه خبرونه3 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoاروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه
-
نړۍ4 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
نړۍ3 days agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
