Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان یو پلاوي له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

نن چارشنبه د چنګاښ ۸ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ یو کاري پلاوی له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د دوحې پر لوري روان شو.

له متقي سره په دې سفر کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي هم مل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ويلي، دغه پلاوی به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره وګوري.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې غونډه کې به پر سياسي، اقتصادي او بانکي مسايلو خبرې وشي.

د واشنګټن پوست لخوا د افغانستان د درې اعشاریه پېنځه میلیارد دالرو پانګې آزادولو ته د امریکا د لیوالتیا د راپور له خپرېدو وروسته د افغان چارواکو لوړپوړی پلاوی قطر ته روان شو.

واشنګټن پوست ویلي، چې امریکا غواړي دا درې اعشاریه پېنځه میلیارد دالر داسې آزاد کړي، چې د اسلامي امارت چارواکي پرې کنټرول ونلري.

د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ له آزادېدو هرکلی کوي او زیاتوي، چې په دې اړه مو له امریکا سره خبرې روانې پاتې دي.

د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند وایي: مونږ له ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوو، چې پر بنسټ يې د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاد یږي. په دې اړه مونږ له امریکا سره پخوا هم خبرې کړې وي.

د افغانستان د خصوصي  سکتور غړي او اقتصادي شنونکي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ آزادیدو ته هیله مند دي او وايي، چې د هېواد په اقتصادي حالت کې به مثبت اغېز ولري.

د صنایعو او کانونو خونې عمومي مشر شېرباز کمین زاده وایي: مونږ د امریکا او افغانستان اسلامي امارت له دې هڅې هرکلی کوو او دا به د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا ښه او  ګټوره پایله ولري او په هېواد کې به مو اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.

اقتصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: مونږ ګورو، چې د افغانستان د دغو پیسو د بندیو له کبله د افغانستان ولس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی او ټول اقتصادي او پراختیایي پروګرامونه پر ټپه ولاړ دي.

افغانستان، چې نه یوازې د تېر حکومت پر مهال  په اقتصادي بحران کې ډوب و، بلکې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره امریکا د افغانستان څه باندې نهه میلیارد دالر پانګه هم کنګل کړه او دا دی په پکتیکا او خوست کې وروستیو زلزلو یو بل ناورین رامنځته کړ او امریکا اړ شوه، چې د افغانستان له زلزلې خپلو سره د ۵۵ میلیونه ډالرمرسته اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوسټ د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړه؛ امریکایي چارواکي د اسلامي امارت له مشرتابه سره پر یوه داسې میکانیزم کار کوي، چې حکومت د افغانستان بانک د زیرمو سرور د لوږې له ناورین سره د مبارزې لپاره وکاروي او د بشري ناورین له اغېزو پرې مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال  راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.

د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”

له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې  دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!