سیمه ییز خبرونه
د افغان بيسيم چارواكو د استقلال روغتون د بستر ناروغانو پوښتنه وكړه
د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين د اختر په لومړى ورځ په كابل كې د استقلال روغتون د بستر ناروغانو پوښتنه وكړه او پر دوى يې نغدي ډالۍ ووېشلې.
د اسلام دين د ناروغانو په پوښتنه او له هغه سره په خواخوږۍ ټينگار كوي.
د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين د دغه روغتون كارمندان هم وستايل.
د داخله سرويس ترينر ډاكټر ضيا الدين ضيا او داكتر غلام دستگيرحضرت زاده ناروغانو ته ورتگ او د هغو پوښتنه گټور كار گڼي او وايي:
سره له دې، چې دا يوه ديني ښيگڼه ده؛ خو د ناروغانو په روحي درملنه كې هم رول لوبوي.
استقلال روغتون په كابل كې يو مهم روغتون دى، چې په كال كې د مركز او ولايتونو سل زره ناروغان ورته مراجعه كوي، چې ډېر يې بېوزله او يا د منځنۍ كچې خلك دي.
بيات بنياد تراوسه څو ځلې له دغه روغتون سره د ودانيو د جوړولو او درملو په برخه كې مرسته كړې او ناروغان يې هم د دغه بنياد له مرستو برخمن شوي دي.