تازه خبرونه

د افغان پوځ د الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان شوې هوکړه د منلو نده

دې وزارت نن (سې شنبه د وږي شپږمه ) په یوه خبرپاڼه کې له ازبکستان وغوښتل، چې له امریکا سره د شوې هوکړې خلاف دې د پخواني حکومت پوځي الوتکې افغانستان ته وسپاري.

Published

on

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت د افغانستان د پخواني حکومت د الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان ترمنځ د شوې هوکړې په اړه غبرګون ښودلی او دې هېواد ته یې نه سپارل «د نه منلو وړ» یاد کړي دي.

دې وزارت نن (سې شنبه د وږي شپږمه ) په یوه خبرپاڼه کې له ازبکستان وغوښتل، چې له امریکا سره د شوې هوکړې خلاف دې د پخواني حکومت پوځي الوتکې افغانستان ته وسپاري.

روانه اوونۍ په ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان وکړ، چې د نوې هوکړې له مخې؛ د افغانستان د پخواني پوځ ۴۶ الوتکې او چورلکې به د ازبکستان د حکومت په واک کې پاتې شي.

د ازبک‌کین خبری سرچینې د راپور له مخې: په تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هنیک روانه اوونۍ یوې پوښتنې ته د ځواب پر مهال، چې؛ آیا دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې شی ویلي: دغه پوځی تجهیزات به په ازبکستان کې پاتې شی او په دې اړه رسمي هوکړه شوې ده.

هغه زياته کړې: دا نقلیه وسایل د افغانانو نه ول، بلکې د امريکا دي؛ افغان پوځ یوازې له هغوی څخه کار اخیستی، خو مونږ تل د هغوی مالکان وو.

ازبکستان او تاجکستان له تېرو درې کلونو راپدېخوا له امریکا سره په داسې حال کې د دې پوځي تجهیزاتو د مالکیت د ترلاسه کولو په اړه خبرې اترې لرلې، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد له هغو هېوادونو څخه، چې د دې هېواد الوتکې په کې دي؛ بېرته ستنول وغوښتل.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله مونږ ته د منلو وړ نده.

ملي دفاع وزارت د ازبکستان له حکومت څخه هیله کړې، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره سم تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي؛ ځکه، چې امریکا د افغانستان د خلکو د شتمنیو د خوړلو او ضبطولو حق نلري.

د ازبکستان چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ اعلان کړی و، چې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې د ازبکستان هوايي حریم ته ننوتلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت هغه مهال هم د دغو الوتکو او چورلکو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

ویل کیږي، چې درې کاله مخکې په دې چورلکو او الوتکو کې د پخواني حکومت لوړ پوړي چارواکي او پوځیان هغه مهال له افغانستان څخه ووتل، چې اسلامي امارت یو ځل بیا په کابل کې واکمن شو.

Trending

Exit mobile version