پرمختګ او بشپړتیا
د افغا نستان عامې روغتيا وزارت د پېنځه ميليون آستراليايي ډالرو هوكړه ليك لاسليك كړ
د افغا نستان د عامې روغتيا وزارت او د افغا نستان لپاره د آسټراليا د پراختيايي پروگرامونو د ادراې دافا ترمنځ د يو اعشاريه پېنځه ميليون آستراليايي ډالرو هوكړه ليك لاسليك شو.
د روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې:
دا مرستې به ډېرې په روغتونو كې د مديريت او معلوماتي تكنالوژۍ په شمول د وړتياوو په لوړولو ولگول شي.
دا چارواكي د افغانستان په روغتيايي چارو كې يو لړ تشې مني او وايي:
دا مرستې كولى شي ستونزې له منځه يوسي .
فريده سوما د آريانا راډيو- ټلويزيون خبرياله څرگندوي، چې د افغا نستان د عامې رو غتيا وزارت سر پرستي ثريا دليل د دغه تفاهم ليك د لاسليك پرمهال وويل:
دوى به له دې وروسته د افغا نستان د روغتيايي نظام پياوړتيا ته پاملرنه زياته كړي.
ثريا دليل وايي، چې:
د دغه هوكړه ليك اصلي موخه د روغتونونو د مديريت، معلوماتي ټكنالوژۍ او بشري منا بعو د معلوماتي سيستم پياوړتيا ده.
د عامې روغتيا وزارت د سرپرستې په وينا:
دا مرسته به په اوږد مهال كې د افغا نستان روغتيايي چارې تقويه كړي .
د عامې روغتيا سرپرسته د روغتيايي سيستم د پياوړتيا په لاره كې د بوديجې نشتوالى يوه ستونزه گڼي او وايي:
تراوسه هم د افغانستان روغتيايي سيستم له ډېرو ستونزو او خلا گانو ډك دى.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه هم د متخصصينو، د پرمختلليو صحي دستګاه و لپاره د انجينيرانو، روغتيايي پرسونل ، د روغتونونو لپاره ځاى او د بوديجي كموالى يو شمېرهغه ستونزې گڼي، چې وايي:
په افغا نستان كې يې د روغتيا يي خدمتونو اغيزمنتوب ترپو ښتنې لاندې راوستى دى .