تازه خبرونه
د امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
خلیلزاد له «کردستان ۲۴» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی: په داسې حال کې، چې د امنیتي تشې د رامنځته کېدا ګواښونه اوس هم پر ځای دي؛ نه د عراق، نه د کردستان سیمې او نه هم د امریکا پر ګټه دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او په عراق کې د دغه هېواد پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتنه باید د ډګرنیو شرایطو پر بنسټ ترسره شي؛ نه د یوه ټاکلې مهالوېش له مخې.
خلیلزاد له «کردستان ۲۴» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی: په داسې حال کې، چې د امنیتي تشې د رامنځته کېدا ګواښونه اوس هم پر ځای دي؛ نه د عراق، نه د کردستان سیمې او نه هم د امریکا پر ګټه دي.
هغه د عراق د نوي لومړي وزیر لهخوا پر سوداګرۍ او پانګونې د ټینګار یادونه وکړه او څرګندوي؛ عراق د پام وړ اقتصادي فرصتونه لري، خو د بهرنیو پانګونو جلبول د امنیت له ټینګښت او د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېریال له رامنځته کېدا سره تړلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د عراق او امریکا ترمنځ روانې خبرې نه یوازې پر اقتصادي همکاریو او امنیتي ترتیباتو او د سپټمبر تر پایه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پلان راڅرخېدلي دي.
خلیلزاد ویلي:« باید وکتل شي، چې دا پرېکړه به کومې پایلې ولري؛ آیا وسلوالې ډلې به خپلې وسلې پر ځمکه کېدي؟ آیا امنیتي وضعیت به داسې وي، چې ګاونډ هېوادونه د عراق په امنیتي چارو کې لاسوهنه ونهکړي؟ دا مهمې پوښتنې دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې پانګوال به هغه مهال په ډاډه زړه په عراق کې پانګونه وکړي، چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت ښه شي.