Connect with us

روغتيا

د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي

 دوی وايي، چې که وضعیت په راتلونکو درې کلونو کې همداسې روان وي؛ نو په افغانستان کې به له ۱۰۰۰ څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مړې شي.

خپور شوی

د

Maternal health

ملګرو ملتونو ويلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمول به په میلیونونه افغانان او میندې د زیږون روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې کړي.

 دوی وايي، چې که وضعیت په راتلونکو درې کلونو کې همداسې روان وي؛ نو په افغانستان کې به له ۱۰۰۰ څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مړې شي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکی خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له کمیدو سره به په راتلونکو درې کلونو کې د زیږون پرمهال ۱۲۰۰ میرمنې مړې شي.

دغه راز ویل شوي، چې که مرستې پرې شي؛ نو په افغانستان کې به له ۹ میلیون څخه ډېر خلک روغتیا او د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي او نږدې ۶۰۰ ګرځنده روغتیایی ډلې، کورني روغتیایي او مشورتي مرکزونه به وځنډول شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د آسیا او اوقیانوسیې سیمه‌ییز رییس پیو سمیت ویلي: “په افغانستان کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ د امریکا د ملاتړ نشتوالی احتمال لري، چې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو میندو د مړینې لامل شي. د غیر معمولي زیږونونو خطر به زیات شي. زه هیله لرم، چې د امریکا ولسمشر د نړیوال پرمختګ د مشر په توګه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته مرستې روانې وساتي.

د سمیت د څرګندونو له مخې؛ دلته په هرو دوه ساعتونو کې یوه مور له امیندوارۍ پورې اړوند د مخنیوي وړ پیچلتیاوو له کبله مري.

نوموړی وایيک “کله، چې زمونږ پروژې تمویل نشي؛ ښځې اړ کیږي، چې یوازې او په ناپاکو شرایطو کې زیږون وکړي. ماشومان د مخنیوي وړ لاملونو له کبله مري. دا خلک رښتیا هم په نړۍ کې ترټولو زیان منونکي خلک دي.”

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سږکال په افغانستان، بنګله دېش او پاکستان کې د اړینو خدماتو د دوام لپاره له ۳۰۸ میلیون ډالرو څخه زیاتو ته اړتیا لري.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د روغتیا سکتور باید د روغتیایي خدماتو د ښه کولو او پر نورو د تکیه کمولو لپاره پر ځان‌بسیا شي او دا سکټور په روغتیایي بېخبنا (زیربنا ) کې د پانګونې زیاتوالي، د روغتیایي کارمندانو د روزنې او ظرفیت لوړولو، د درملو کورنی تولید، د روغتیا په سکټور کې څېړنې او نوښت ته اړتیا لري.

د هېواد د روغتیا سیسټم یوه برخه اوسمهال له بهرنیو مرستو سره تړلې ده او د عامې روغتیا وزارت تر اوسه ندي ویلي، چې که مرستې په بشپړه توګه ودرول شي؛ نو څه پلانونه لري.

روغتيا

د عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د همدرد ټولنې مسوولانو او استادانو د افغانستان له تخنیکي پلاوي هرکلی وکړ او د دې بنسټ د علمي، څېړنیزو فعالیتونو او طبي خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دواړو لورو همدارنګه د ګډو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دودیز طب (سنتي طب ) په برخه کې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت یوې تخنیکي دلې هند ته د رسمي سفر پر مهال د نوي ډیلي ښار له علمي او تعلیمي بنسټ همدرد ټولنې څخه لیدنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د همدرد ټولنې مسوولانو او استادانو د افغانستان له تخنیکي پلاوي هرکلی وکړ او د دې بنسټ د علمي، څېړنیزو فعالیتونو او طبي خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دواړو لورو همدارنګه د ګډو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دودیز طب (سنتي طب ) په برخه کې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې؛ د همدرد ټولنې مشرتابه د دودیز طب په برخه کې د ګډو څېړنو ترسره کولو، د درملیزو محصولاتو د معیاري ارزونې لپاره د همدرد لابراتوارونو له لارې همکارۍ، د علمي تجربو تبادلې او د معلوماتو شریکولو ته خپله چمتووالی څرګند کړی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ یاد بنسټ ژمنه کړې، چې د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره به بورسونه او مسلکي روزنیز پروګرامونه برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو دا ډول علمي او تعلیمي همکارۍ د عامې روغتیا وزارت د نظام د پیاوړتیا، د دودیز طب د معیاري کولو او د علمي او څېړنیزو بنسټونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی او په راتلونکې کې یې د دغو اړیکو پر دوام او اغېزمن پراخوالي ټینګار کړی دی.

Continue Reading

روغتيا

افغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په کابل کې د سنتي طب د اندتون(انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز) د جوړولو، د څانګوالو(متخصصینو) د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د هند د طبیعي طب، یوناني، آیورویډي او سنتي طب له وزیر پرټاپراو جاډهو سره د لیدنې پر مهال د سنتي طب د معیاري کولو غوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په کابل کې د سنتي طب د اندتون(انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز) د جوړولو، د څانګوالو(متخصصینو) د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزیر جلال جلالي د سنتي طب د معیاري کولو لپاره د اړتیا پر ټینګار د هند تجربه ارزښتناکه وبلله.

دغه راز هندي وزیر پرټاپراو جاډهو ژمنه کړې، چې په کابل کې د سنتي طب لپاره د اندتون او څېړنیز مرکز د جوړولو، نصاب پلي کولو او په برخه کې د هر اړخیزې همکاریو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

روغتيا

له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی

 د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.

Published

on

Gates Foundation to launch new polio campaign

 د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدا کولی شي د ګوزڼ یا پولیو ویروس د لېږد خطر زیات او د دې ناروغۍ د کنټرول بهیر ستونزمن کړي.

 د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ که څه هم په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ(فلج ) ناروغۍ پېښې کمې شوې دي؛ خو د کډوالو له راستنېدا سره د ذدې ویروس د لېږد خطر شته او د دې ناروغۍ د خپرېدا مخنیوی یې ستونزمن کړی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په راپور کې راغلي: ” په ۲۰۲۵ کال کې ۳۹ مثبتې پېښې د دې ویروس تائید شوي، چې ۹ یې په افغانستان او ۳۰ یې په پاکستان کې دي.

روانه اوونۍ په پاکستان کې د دې ویروس د وحشي بڼې دوه نوې مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوي دي.

تر دې دمه ۵۷۹ مثبتې چاپېریالي بېلګې د دې ویروس ثبت شوي، چې ۶۴ یې په افغانستان او ۵۱۵ یې په پاکستان کې دي.”

 دې ټولنې ویلي، چې د واکسین د پلي‌کېدا پروګرامونه محدود دي او له همدې کبله د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې ځینې ماشومان واکسین نشي ترلاسه کولی.  .

عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوالې ټولنې د دې راپور په اړه څه ندي ویلي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې یوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي مخ پر خپرېدا ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!