تازه خبرونه

د امریکا د ولسمشر مرستیال د افغان کډوالو د بیا میشتېدو په اړه د ټرمپ له پرېکړې دفاع وکړه

هغه ویلي، چې د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې امریکا ته له ننوتلو مخکې د امنیت لپاره په سمه توګه ندي کتل شوي، چې دې کار اندېښنې راپورته کړې دي.

Published

on

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي ونس له سي بي ایس نیوز سره په یوه مرکه کې د ډونالډ ټرمپ د افغان کډوالو د بیا میشتېدنې پروګرام د ځنډولو له پرېکړې کلکه دفاع وکړه.

هغه ویلي، چې د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې امریکا ته له ننوتلو مخکې د امنیت لپاره په سمه توګه ندي کتل شوي، چې دې کار اندېښنې راپورته کړې دي.

د ولسمشر مرستیال له کار پیلولو وروسته له رسنیو سره په خپله لومړۍ مرکه کې، چې یوه برخه یې د یکشنبې پر ورځ په CBS ټلویزیون کې خپره شوه، له ونس څخه پرله‌پسې د «افغان کډوالو د بیا میشتېدنې» د پروګرام د ځنډولو په اړه پوښتنې وشوې؛ خو د ټرمپ له پرېکړې یې کلک ملاتړ وکړ.

د ټرمپ مرستیال ویلي: “زه باور نلرم، چې دا ټول کډوال په سمه توګه ارزول شوي دي. داسې شواهد هم شته، چې ځینو دغو کسانو ان د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو اراده لرلې ده.”

هغه د نصیر احمد توحیدي قضیې ته داسې نغوته( اشاره ) وکړه؛ په اوکلاهوما کې یو افغان کډوال د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید پر پلانولو تورن و او وایي؛ دا ښیي، چې د پناه غوښتنې د ارزونې بهیر نیمګړې و.

ونس زیاته کړې: “د دې پناه غوښتونکو ډېر پروګرامونه د ارزونې او څرنګوالي له پلوه ستونزې لري. “مونږ یقیناً نشو کولی، چې زرګونه خلک پرته له پوښتنې خپل هېواد ته دننه کړو.”

د سی‌بی‌اس شبکې کوربه ویلي، چې ” دا خلک ارزول شوي دي” خو د ټرمپ مرستیال ویلي: “لکه د هماغه کس په څېر، چې څو میاشتې مخکې یې په اوکلاهوما کې د ترهګریز برید پلان جوړ کړی و؟ د هغه ښکاره ​​امنیتي ارزونه شوی وه.”

هغه زیاته کړې، چې “په رسنیو او ډیموکراټ ګوند کې ډېرو خلکو ویلي، چې هغه ​​سم ارزول شوی و” خو” روښانه ده، چې هغه ارزول شوی نه و.”

ونس ویلي: “زه نه غواړم، چې زما ماشومان په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې دا خلک [کډوال] سم ارزول شوي نه وي. لکه څنګه، چې زه خپلو ماشومانو ته دا نه‌غواړم؛ د نورو امریکایانو ماشومان هم اړ ندي، چې دا وګړي ومني.”

د ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د ځنډولو او د امریکا د کډوالو منلو د پروګرام پرېکړې امریکا ته له ۴۰ زره څخه د زیاتو افغانانو لیږد وځنډاوه. دغو خلکو ټول اړین پړاوونه بشپړ کړي او چمتو دي، چې متحده ایالاتو ته الوتنه وکړي.

د ټرمپ ادارې د پروګرام ځنډولو پرېکړې د کډوالو د ډېرو الوتنو د درېدو لامل شوه او په افغانستان، پاکستان، البانیا او قطر کې یې زرګونه خلک په ناڅرګند حالت کې پرېښي دي.

د الوتنو درول او د امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د ایستلو د بهیر بندول په امریکا کې د ځینو قانون جوړونکو او د بشري حقونو ډلو لخوا سختې نیوکې راپارولې دي.

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغو بنسټونو تمویل، چې له کډوالو سره د کور، کارموندنې او نورو اړتیاوو په برخه کې مرسته کوي؛ ځنډولی دی.

دې وزارت په یو لیک کې ویلي، چې دا بنسټونه باید خپل ټول فعالیتونه ودروي.

د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سختو پالیسیو، چې د هغه د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین برخه وه؛ د دغو افغان کډوالو راتلونکی یې په شک کې اچولي دي.

Trending

Exit mobile version