سیمه ییز خبرونه
د انقرې پر هوايي چلند او فضايي صنایعو د برید له کبله ۲۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ترکیې ګارواکو ویلي؛ په دې وسلوال برید کې دوه برید ګر وژل شوي او څرګندوي، چې د دې برید د ۳ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د چارشنبې پر ورځ (د لړم دوهیمه) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو( توساش ) پر ودانۍ وسلوال برید د ۵ کسانو پر وژلو او د ۲۲ نورو پر ټپي کېدو پای ته رسېدلی دی.
د ترکیې ګارواکو ویلي؛ په دې وسلوال برید کې دوه برید ګر وژل شوي او څرګندوي، چې د دې برید د ۳ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
ترکي رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی و، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، درې بریدګرو یو ټکسي چلوونکی وژلی؛ موټر یې غلا او په انقره کې یې د ترکیې د پوځي صنعت ستراتیژیک شرکت ته ورغلل.
یوه بریدګر د ترکیې د هوايي چلند او دفاعي صنایعو د شرکت په دروازه کې ځانمرګی برید ترسره کړ او نورو بریدګرو ته یې ودانۍ ته د ننوتو فرصت برابر کړ او د شرکت په ودانۍ کې دننه جګړه پیل شوه.
خپاره شوي انځورونه لږ تر لږه درې وسلوال بریدګر ښیي، چې یوه یې ښځه وه له چاودنې مخکې د شرکت په دروازه کې ډزې کوي.
توساش شرکت د ډرون، پوځي او ملکي الوتکو او نورو دفاعي محصولاتو د ډیزاین او جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی ندی.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د بريكس د سرمشريزې په څنډه كې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د ليدنې پر مهال له دې برید په اړه معلومات وركړ شول او دا يې په کلکه وغانده.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د اردوغان او پوتین تر منځ د لیدنې له پای ته رسېدو څو دقیقې وروسته د ناټو عمومي منشي مارک روټ د ترکیې له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سره له دې، چې تر اوسه د چاودنې او ډزو لامل معلوم ندی؛ خو ځینو رسنیو لیکلي، چې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو په مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د هوايي صنايعو پر شرکت “توساش” د یو شمېر وسلوالو پر برید ، مرگ او ژوبله خپله خواشیني څرګنده کړې ده. د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته د دې غمجنې پېښې په اړه د خواشینۍ امراتب وړاندي کوي او هیله څرگندوي، چې د ترکیې قدرمن ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نشي. ویل کیږي، چې په دې وسلوال برید کې ، چې تېره ورځ رامنځته شوي ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
سیمه ییز خبرونه
منځنی ختیځ د امریکا او ایران د کړکېچونو د بیا زیاتېدا زغم نهلري – قطر
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې د قطر بهرنیو چارو وزیر هم دی، په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې ویلي؛ دواړه هېوادونه د خبرو اترو میز ته د بېرته ستنېدا لپاره هڅې کوي، خو په دې برخه کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.
د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچونو د بیا زیاتېدا زغم نهلري او څرګندوي، چې دوحه د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره له دواړو لوریو سره هڅې کوي.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې د قطر بهرنیو چارو وزیر هم دی، په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې ویلي؛ دواړه هېوادونه د خبرو اترو میز ته د بېرته ستنېدا لپاره هڅې کوي، خو په دې برخه کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.
دغه لیدنه د امریکا او قطر ترمنځ د سټراټیژیکو خبرو اترو د اتم پړاو له پیل سره هممهاله ترسره شوه. دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دفاع، اقتصاد او امنیت په برخو کې ټینګار وکړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ مارکو روبیو د قطر د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کړی او د ګواښونو پر وړاندې یې د مبارزې او په منځني ختیځ کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پرلهپسې همغږۍ ټینګار کړی دی.
د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچونه له هغې راپدېخوا روان دي، چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران بریدونه پیل کړل.
د دغې نښتې د پای ته رسولو هڅې اوس هم د جون د هغه هوکړهلیک د پلي کولو پر څرنګوالي، چې په اسلامآباد کې پرې هوکړه شوې وه؛ د بندیزونو، د امریکا د سمندري محاصرې او د هرمز تنګي د امنیتي ترتیباتو په اړه له اختلافونو سره مخ دي.
#آریانانیوز #قطر #امریکا #ایران #منځنیختیځ #کړکېچ #ډیپلوماسي #هرمزتنګی
سیمه ییز خبرونه
د ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي
د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC) پر تاسیساتو برید کړی دی.
امریکايي جنګي الوتکو د نومبر پر اووهلسمه د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د ایران پر پوځي تاسیساتو برید کړی؛ بحرین او کویټ له نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی او په خلیجي سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدا د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.
د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو (IRGC) پر تاسیساتو برید کړی دی.
د دې سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه برید پر امریکايي پرسونل او پوځي شتمنیو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.
د ایران د هرمزګان ولایت د والي مرستیال احمد نفیسي پر قشم ټاپو د بریدونو پخلی کړی؛ خو ویلي یې دي، چې استوګنیزې سیمې، سوداګریز مرکزونه او مهمې بېخبناوې زیانمنې شوې نهدي. هغه د مرګ او ژوبلې او پوځي تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نهدي ورکړي.
له دې مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې وه، چې د بحرین د شیخ عیسی په هوايي اډه کې یې د بېپیلوټه الوتکو پر مرسته د امریکا پر یوه پوځي رادار برید کړی دی.
دې ځواک زیاته کړې، دا برید د امریکايي پوځي بېپیلوټه الوتکو لهخوا د ایران له هوايي حریم څخه د پرلهپسې سرغړونو په غبرګون کې شوی دی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ دغه ادعا رد کړې او څرګندوي، چې په دې برید کې امریکايي تجهیزاتو ته زیان نهدی اړول شوی او نه هم کوم امریکايي سرتېری ټپي شوی دی.
بحرین، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ کوربه دی، د نومبر پر اتهلسمه سهار وختي د نویو هوايي بریدونو له شنډولو خبر ورکړ او ایران یې پر دغه هېواد د بریدونو پر دوام تورن کړ.
د دې هېواد کورنیو چارو وزارت دوه بېړني خبرداري خپاره کړل او له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي؛ خو وروسته یې اعلان وکړ، چې ګواښ پای ته رسېدلی دی.
د کویټ پوځ هم ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د دښمنو بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې اقدام کړی؛ خو د دغو الوتکو سرچینه یې نهده پر ګوته کړې او د مرګ او ژوبلې یا زیانونو په اړه یې هم معلومات نهدي ورکړي.
په هرمز تنګي کې د بېړیو پر وړاندې کړکېچ زیات شوی
د پوځي نښتو له تازه پېښو سره هممهاله، د هرمز تنګي په اوږدو کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو نور راپورونه هم خپاره شوي دي. هرمز تنګی د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ یوه مهمه لار ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې د عمان د غنم ټاپو ته څېرمه یوې تېلوړونکې بېړۍ هغه مهال اور واخیست، چې له یوه ماین سره ولګېده.
د ایران پاسداران ځواکونو د څرګندونو له مخې، دغه بېړۍ په داسې سمندري مسیر کې روانه وه، چې تهران یې اجازه نهوه ورکړې.
په خبرپاڼه کې د بېړۍ نوم او د عملې د غړیو په اړه معلومات ورکړ شوي نهدي.
ایراني ځواکونو په تنګي کې د نورو بېړیو له اور اخیستو هم خبر ورکړی؛ خو رویټرز ویلي، چې دغه ادعاوې یې په خپلواکه توګه تائید کړي نهدي.
دغه راز د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، چې د عمان د خصب بندر شمالي لوري ته د تر برید لاندې د نیول شوې تېلوړونکې بېړۍ عمله نه موندل کیږي.
د راپورونو له مخې، پر دې بېړۍ د نومبر پر شپاړلسمه لومړی برید شوی و، چې له هغې وروسته پرې دوهیم برید هم شوی او بیا یې اور اخیستی دی.
د ډیپلوماټیکو هڅو دوام
د پوځي فعالیتونو له بیا زیاتېدا سره- سره د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي او قطر او عمان د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره خپلې اړیکې روانې ساتي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د نومبر پر اووهلسمه ویلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو د راکمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د کړکېچ زیاتېدا به سمندري تګ راتګ، نړیوال اقتصاد او د هوکړې د ترلاسه کولو فرصتونه له ګواښ سره مخ کړي او له ټولو لوریو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم عمان ته تللی او هلته یې له سلطان هیثم بن طارق او د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره لیدلي دي.
د عمان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو خبرو کې د کړکېچ د کمولو او د بحران د سولهییز حل لپاره د زمینې برابرولو پر هڅو بحث شوی دی.
په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدا او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د ژر او مثبتې پای ته رسېدا غوښتنه کړې ده.
فیدان له تهران څخه غوښتي، چې د اختلاف د حل لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړي او ټینګار یې کړی، چې د سمندري تګ راتګ خونديتوب بېرته ټینګول او د ګاونډ هېوادونو امنیتي اندېښنو ته رسېدنه مهمه ده.
دغه جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو له پیل سره رامنځته شوې ده. واشنګټن د ایران پر بندرونو بندیز لګولی دی. په داسې حال کې، چې تهران اوس هم د هرمز تنګي له لارې بحري تګ راتګ محدودوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بحري تګ راتګ د لاسرسي او د امریکا د بندیزونو پر سر اختلافونه اوس هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
سیمه ییز خبرونه
سعودي ائتلاف د توغول شويو بالسټیک توغنديو او بېپیلوټه الوتکو مخه ونیوله
حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې د ایران پلوه حوثيانو پر وړاندې جګړه کوي؛ وايي، چې د یکشنبې پر ورځ یې د سعودي پلازمېنې ریاض پر لور د توغول شويو دوه بالسټیک توغنديو او د دې هېواد په ختیځه نفتلرونکې سیمه کې د درې بېپیلوټه الوتکو مخنیوی کړی دی.
حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، تېره اوونۍ پر ریاض د حوثیانو په یوه برید کې د سعودي د تېلو دولتي شرکت آرامکو یوه اداري ودانۍ زیانمنه شوې وه.
د سعودي عربستان ختیځه سیمه، چې د دغه هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده؛ په تېرو څو اوونیو کې د حوثیانو د څو بریدونو موخه ګرځېدلې ده.
په دې سیمه کې د سعودي عربستان د تېلو او ګازو ډېری زېرمې پرتې دي او د آرامکو شرکت مرکزي دفتر هم په کې دی.
دغه دفتر هم د اوکټوبر د میاشتې په یوه برید کې سخت زیانمن شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې حوثیانو پر سعودي هوايي ډګرونو، بندرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي او سعودي عربستان هم په ځواب کې د یمن د حوثیانو پر مورچلو هوايي بریدونه ډېر کړي دي.
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
-
لوبی3 days agoلبنان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي
-
تازه خبرونه2 days agoد جرمني د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو پر ګډون د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او ټانزانیا د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د حل لپاره د مسکو چمتوالی
-
تازه خبرونه2 days agoد ایراني ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال ووژل شول
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې مرستې بیا پیل شوې
