Connect with us

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

خپور شوی

د

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

سوداگري

افغانستان او قرغیزستان يو ميليارډ ډالرو ته د سوداګرۍ پر رسولو ټينګار وکړ

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال  تورسنکلوف سره د دغه هېواد د سفیر توردکان صدیقوف په شتون کې ولیدل.

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان او قرغزستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل او څرګندوي، چې ګډو کلتوري ارزښتونو دواړه بلوري نور هم سره نږدې کړي دي.

تورسنکلوف د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره قرغزستان ته سفر وکړي.

دغه راز دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ له زیاتېدا خوښي ښودلې او یو میلیارډ ډالرو ته یې د سوداګررۍ پر رسولو ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې عزیزی د قرغیزستان د ودانیزو پروژو په اړه د نغوتې پر مهال وویل؛ په دغه هېواد کې دې د افغانستان د لویو ودانیزو شرکتونو او بشري سرچینو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.

Continue Reading

سوداگري

د ترمذ سوداګریز مرکز د افغان – ازبک په اړیکو کې اړین رول لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې او له افغانستان سره پولې ته نږدې یې د نوي نړیوال سوداګریز مرکز پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار څرګند کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

ګالوزین د سرخان‌دریا د اړوند سیمې پرمختګ وستایه او هغه یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت لرونکې «ځانګړې سیمه» وبلله.

هغه زیاته کړې؛ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې په یوه آزاد سوداګریز زون کې موقعیت لري؛ په ځانګړي توګه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو ښه ګام دی.

هغه زیاته کړې دا مرکز به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د یوریشیا د پراخو سټراټیژیکو ملګرتیاوو په وده کې هم بنسټیز رول ولوبوي.

دا سوداګریز مرکز د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف پر فرمان رامنځته شوی، چې د ازبکستان او افغان سوداګرو لپاره د توکو او پانګونې د نندارې لپاره سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.

ګالوزین په دې پروژه کې د ګډون لپاره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورې پراختیا غوښتنه هم وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ د ترمذ سوداګریز مرکز او نړیوالو کنفرانسونو په څیر نوښتونه به د مستقیمو اقتصادي اړیکو په رامنځته کولو کې نه یوازې اړین رول ولوبوي، بلکې د اکمالاتي زنځیرونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي او د ټولې سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې پانګه‌ونه پراخوي

د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګه‌والو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګه‌والو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.

Published

on

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي: دا وزارت ژمن دی، چې د هېواد کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې پانګه‌ونه پراخه کړي؛ کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته پوره فرصتونه برابر کړي.

د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګه‌والو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګه‌والو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.

چارواکي ټینګار کوي، چې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، اوبو لګولو، د محصولاتو بسته بندۍ، زیرمه‌کولو، ټرانسپورټ او سړو خونو په برخو کې پراخه وړتیا لرو او د خصوصي سکټور غړي کولی شي له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې استازي هم وايي، چې که وزارت د ځمکې تخصیص او تخنیکي همکارۍ لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ کورني پانګه‌وال به په دې برخه کې پانګه‌ونې ته ډېر لېواله شي.

دغه راز ځینې خصوصي پانګه‌وال د کرنې وزارت پر فعالیت نیوکه کوي او وايي، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان د لوړ ظرفیت سره – سره د محصولاتو معیاري کولو او ځان‌بسیاینې ترلاسه کولو لپاره کافي ګامونه اخیستل شوي ندي.

اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور مناسب او موخه‌ییز پرمختګ کولی شي د هېواد لپاره د میلیارډونو ډالرو پانګونې فرصتونه رامنځته کړي او له کرنې وزارت څخه غواړي، چې د پانګه‌ونې د راجلبولو لپاره ورته هڅوونکې کڅوړې وروپېژني.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!