سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې دواړه لوري پر ځینو مسلو هوکړې ته ورسېدل؛ خو په ۲ یا ۳ اصلي مسلو کې یې بېلابېل نظرونه درلودل، چې په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونهرسېدلې.
له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په شکمنه فضا کې پرته له کومې ځانګړې هوکړې پای ته ورسیدې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې دواړه لوري پر ځینو مسلو هوکړې ته ورسېدل؛ خو په ۲ یا ۳ اصلي مسلو کې یې بېلابېل نظرونه درلودل، چې په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونهرسېدلې.
بقايي ویلي، چې دا خبرې په خورا حساسو شرایطو کې او له اوږدې جګړې وروسته ترسره شوې؛ ځکه دا طبیعي ده، چې نشي کولی د خبرو له پیل سره سم هوکړې ته ورسیږي.
د هغه خبرې د دې خبرو اترو پېچلې ننګونې راښکاره کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې خبرو اترو په لړ کې راپورته شویو نویو مسلو ته هم نغوته(اشاره) کړې ده. په ځانګړي توګه د هرمز تنګي حساسه مسله، چې خپلې پېچلتیاوې یې درلودې.
دغه راز هغه ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي هیڅکله نهدریږي او دا بهیر د ملي ګټو د ساتنې لپاره یوه اړینه وسیله ده.
له ۲۱ ساعتونو سختو خبرو اترو وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډيوینس پر مشرۍ د امریکا مذاکراتي ډله پرته له دې، چې یوې هوکړې ته ورسیږي؛ له پاکستان څخه ووته او امریکا ته روانه شوه.
اسماعیل بقايي دا هم ویلي، چې له اوسنیو ننګونو سره – سره، خبرې به دوام ومومي او ایران هڅه کوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې خپلې ملي ګټې خوندي کړي.