تازه خبرونه

د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو خپلې ټیلیفوني خبرې پر افغانستان راوڅرخولې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د وروستیو سیمه‌ییزو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره، هغه د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د سیمې د اغېزمنو هېوادونو پر همکارۍ د پرله‌پسې خبرو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول منځګړیتوب ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د وروستیو خبرو اترو د پایلو په اړه خبرې وکړې او په سیمه کې يې د سولې او ثبات د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سیمه‌ییز وضعیت؛ په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خپلې مشورې او اړیکې جاري وساتي.

Trending

Exit mobile version