نړۍ

د ایران د انټرنېټ فعالولو په اړه به له ایلان ماسک سره خبرې وکړم – ټرمپ

سپیس‌ایکس د سپوږمکۍ له لارې «سټارلینک» نومي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي، چې له دې مخکې هم په ایران کې ترې استفاده شوې ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي؛ غواړي، چې د ایران د انټرنیټ د بیا نښلولو په اړه له ایلان ماسک سره خبرې وکړي؛ ځکه، چې د دې هېواد چارواکو د روانو حکومتي ضد اعتراضونو پر مهال انټرنیټي خدمتونه پرې کړي دي.

ټرمپ د ایلان ماسک له سپیس‌ایکس شرکت سره د همکارۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «هغه په دې ډول کارونو کې ډېر ښه دی او یو ډېر ښه شرکت لري.»

سپیس‌ایکس د سپوږمکۍ له لارې «سټارلینک» نومي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي، چې له دې مخکې هم په ایران کې ترې استفاده شوې ده.

د پنجشنبې پر ورځ د حکومت ضد له ټولو پراخو اعتراضونو سره همهاله د انټرنیټ د پرې کېدا له کبله له ایران څخه د معلوماتو بهیر سخت ګډوډ شوی دی.

د ټرمپ او ماسک اړیکې لوړې ژورې لرلې دي؛ له ټرمپ سره د ټاکنیز کمپاین له همکارۍ نیولې تر د مالیاتي لایحې پر سر تر ښکاره اختلاف او په مارالاګو کې لیدنه، خو په دې وروستیو کې د اړیکو د ښه کېدا نښې لیدل کېږي.

ماسک مخکې هم په ایران کې د دولتي محدودیتونو د مخنیوي لپاره د سټارلینک له کارولو ملاتړ کړی و؛ په ځانګړي توګه د ۲۰۲۲ کال د هغو اعتراضونو پر مهال، چې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي وه.

اوسني اعتراضونه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د بیو د لوړېدا په غبرګون کې پیل شول او وروسته د حاکم نظام پر وړاندې مخالفتونه پر تاوتریخوالي واوښتل.

د بشري حقونو د بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ په دې اعتراضونو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې سلګونه کسان ووژل شول او له ۱۰ زره ډېر نور نیول شوي، خو رسمي شمېرې اوس هم خپرې شوې ندي.

Trending

Exit mobile version