تازه خبرونه
د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا لسګونه افغان کډوال ووژل شول
ځینو رسنیو د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ایراني سرحدي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال پر نښه کړي او له ۲۰۰ ډېر یې وژلي دي.
د بشري حقونو یوې ټولنې حالوش د راپور له مخې؛ د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سیمه کې پر افغان مهاجرینو، چې غوښتل یې ایران ته واوړي ډزې کړي او لسګونه کسان یې وژلي دي.
حالوش د سې شنبې پر ورځ (د تلې څلیریشتمه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو له مخې خبر ورکړی، چې له ۳۰۰ افغان مهاجرو څخه شاوخوا ۶۰ یا ۷۰ کسان ژوندي پاتې شوي او پاتې نور ټول وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
ځینو رسنیو د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ایراني سرحدي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال پر نښه کړي او له ۲۰۰ ډېر یې وژلي دي.
د سراوان کلګان سیمه د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې پرته ده او د پاکستان د بلوچستان ایالت له پنجګور سیمې سره ګډه پوله لري. داسې ښکاري، چې افغان کډوالو غوښتل د پاکستان له لارې ایران ته ننوځي.
دا پېښه په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني د ایران له استازي حسن کاظمي قُمي سره په کابل کې وکتل او نوموړي ته یې ویلي، چې اسلامي امارت هم هېواد ته د مهاجرینو د راستنولو پرېکړه کړې ده؛ خو په دې اړه باید یو ګډ میکانیزم رامینځته شي، چې د کډوالو راسنېدا پر عزا او درناوي تر سره شي.
د اسلامي امارت دې چارواکي له ایران څخه له ۴۰ کلونو راپدېخوا د مهاجرینو له کوربتوبه د مننې تر څنګ ویلي، چې په دې اړه باید له زغمه کار واخیستل شي.
د ایران سفیر دا هم ویلي، چې هېواد یې په هر ډول سختو حالاتو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او تر پایه به ولاړ وي.
هغه په ایران کې له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه “جعلي” وبلل او زیاتوي، چې ایران د کډوالو “ټولو حقونو” ته پاملرنه کوي.
تر اوسه ايراني چارواکو د دې پېښې په اړه څه ندي ويلي او د مرګ او ژوبلې کره او پوره شمېر هم په ډاګه شوی ندی.
د افغانستان اسلامي امارت هم تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
