ساینس او ​​ټیکنالوژي

د  ایکس له منځپانګې د بلاک کولو ځانګړتیا لرې کیږي – ایلان ماسک

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۲)

ایلان ماسک ویلي؛ د ایکس ټولنیزه شبکه، چې پخوا تویتر پېژندل کېده؛ له خپلې منځپانګې څخه د بلاک کولو ځانګړتیا لرې کوي.

د بلاک کولو ځانګړتیا، کاروونکيو ته اجازه ورکوي، چې د نورو خلکو حسابونه ونه لیدل شي او د نورو د پوستونو له لیدلو هم بې برخې شي.

د ماسک د څرګندونو له مخې، د بلاک کولو ځانګړتیا به له مستقیمو پیغامونو پرته لرې شي.

دغه راز ماسک ویلي، چې د ایکس په منځپانګه کې به د غلې کولو وړتیا وساتي؛ خو د بلاک کولو برعکس، بل کاروونکي به خبر نه‌شي.

ماسک ځان د بیان د ازادۍ د ملاتړي په توګه وړاندې کړی؛ خو ځینو کارپوهانو د هغه دغه چلند نامسوولانه یاد کړی دی.

د تویتر اجرائیه رییس لیندا یاکارینو هم د ماسک له څرګندونو ملاتړ وکړ او وایي، چې په ایکس شبکه کې د کاروونکیو خوندیتوب زمونږ لومړیتوب دی؛ خو مونږ د بلاک کولو او غلې کولو له وړتیاوو څخه د یوه غوره څه په لټه کې یوو.

Trending

Exit mobile version