تازه خبرونه
د ا.ا.ا د شخصي پیسو د لیږد په اړه د امریکا له پرېکړې هرکلی څرګند کړ
د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ د واشنګټن له هغې پرېکړې هرکلی په ډاګه کړ، چې افغانستان ته د ځانګړیو یا شخصي پیسو د لیږد اجازه ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې د امریکا د خزانې وزارت په امریکا کې میشتو افغانانو ته قانوني اجازه ورکړې، چې له بانکي لارو د خپلو کورنیو غړیو ته شخصي پیسې ولېږدوي.
هغه له دې پرېکړې هرکلى کړی او وایي؛ هيله من دی، چې ټول افغانان نړيوال بانکي سيسټم ته لاسرسى ومومي.
د امریکا خزانې وزارت د جمعې پر ورځ د لیندۍ ۱۹ اجازه ورکړې، چې له مخې یې افغانستان ته شخصي پیسې استول کیږي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې جواز له مخې افراد او مالي بنسټونه کولی شي اسلامي امارت ته، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی؛ پیسې ولیږي؛ ځکه افغانستان له ژور بشري بحران او اقتصادي ناورین سره مخ دی.
دا سپارښتنه د اسلامي امارت مشرانو ته، چې د امریکا په تور نوملړ کې ساتل شوي هم اجازه ورکوي، چې افغانستان ته غیر سوداګریزې او شخصي پیسې ولېږدوي.
په افغانستان کې د کورنیو د اقتصاد یوه برخه د شخصي پیسو له لارې تمویلیږي.
له دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي په فقر او لوږه کې ژوند کوي.