تازه خبرونه
د بلخ د مسو صنعت د اقتصادي ستونزو له کبله سخت زیانمن شوی
دوی له خلکو غواړي، چې د بهرنیو توکو د پېرلو پر ځای له کورنیو تولیداتو کار واخلي.
له نسلونو راپدېخوا په بلخ ولایت ټټاران یا مسګران خپل کاروبار کوي؛ خو هغه څو کسان، چې اوس پاتې دي وايي، چې دوی د افغانستان په زیان لیدونکي اقتصاد کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره دغه سوداګري کوي.
د بلخ ولایت د مسو صنعت اوږد تاریخ لري.
د دې صنعت یو شمېر کاروباریان وايي؛ د مارکیټ نشتوالي د دوی کارونه په ټپه درولي او مجبور دي، چې د مسي لوښو سوداګري وکړي.
دوی له خلکو غواړي، چې د بهرنیو توکو د پېرلو پر ځای له کورنیو تولیداتو کار واخلي.
يو وخت و، چې د مسي لوښي په افغانستان کې د کورنيو ښکلا او سينګار و. اوس خلک د پخوا پر څېر دا لوښي او د اوبو جګونه نه کاروي.
په مزارشريف ښار کې د مسو يو شمېر سوداګر وايي، چې هېواد ته د ارزانه او بهرنيو توکو له راتګ سره مسي لوښو خپل بازار له لاسه ورکړى دى.
که څه هم د بلخ د صنایعو خونې رییس میرویس احمدي د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره له هڅو خبره کوي؛ خو له خلکو غوښتنه کوي، چې له کورنیو تولیداتو کار واخلي.
د بلخ د کسبګرو خونې چارواکي مني، چې دا صنعت مخ پر کمیدو دی؛ خو وایي د دې سکټور د ودې لپاره هڅې روانې دي او له خلکو یې غوښتي، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د امریکا له بنده د افغان خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د «لاسانجلس ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ رفعت د ۲۰۲۵ز.کال په جنوري کې امریکا ته له ننوتلو وروسته د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې لهخوا نیول شوی او اوس هم په بند کې دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د امریکا د کډوالۍ له چارواکو غوښتنه کړې، چې افغان خبریال شعبانعلي رفعت سمدستي خوشې او د هغه د پناه غوښتنې دوسیې ته رسېدنه وکړي.
د «لاسانجلس ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ رفعت د ۲۰۲۵ز.کال په جنوري کې امریکا ته له ننوتلو وروسته د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې لهخوا نیول شوی او اوس هم په بند کې دی.
د نوموړي د وکیل د څرګندونو له مخې؛ هغه افغانستان ته د لېږلو له احتمال سره مخ دی، چې ښايي له ځورونې او شکنجې سره مخ شي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د هغه د بېقید و شرطه خوشې کېدا غوښتنه کړې ده.
په دې کمیټه کې د امریکا د لویې وچې د سیمهییز پروګرام مشر خوزه زامورا ویلي:« رفعت له افغانستان څخه وتښتېد؛ ځکه اسلامي امارت داسې شرایط رامنځته کړي وه، چې له خطر سره له مخ کېدو پرته یې د خبریالۍ فعالیتونه نهشول کولی.»
دې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د رفعت ایستل به هغه یو ځل بیا د هغو کسانو لاس ته ور وسپاري، چې نوموړی ترې تښتېدلی دی.
د راپور له مخې، د امریکا د ختیځې کالیفورنیا د فډرالي ولسوالۍ د مجسټر قاضي د نومبر پر شپږمه د رفعت د خوشې کېدو سپارښتنه کړې وه؛ خو نوموړی اوس هم په بند کې دی او ټاکل شوې د ډسمبر پر اتمه د کډوالۍ محکمې په غونډه کې حاضر شي.
تازه خبرونه
د معیار او کیفیت ادارې پلاوي له ایراني بنسټونو سره پر صادراتي او وارداتي خنډونو خبرې وکړې
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد د ایران د سوداګرۍ خونې له غړیو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو د برابرولو او د شته ستونزو د اواري پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي ایران ته په سفر کې د دې هېواد د سوداګرۍ خونې، د ملي اعتبار ورکولو مرکز او د نفتي، ګازي او پټروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولانو سره لیدلي او د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو خبرې کړې دي.
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد د ایران د سوداګرۍ خونې له غړیو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو د برابرولو او د شته ستونزو د اواري پر لارو چارو خبرې کړې دي.
دغه راز د ایران د ملي اعتبار ورکولو مرکز له رییس سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتبار ورکولو او د مطابقت ارزونې د پایلو د دوهاړخیزې منلو موضوع څېړل شوې ده.
د افغانستان پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پټروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسولانو سره هم لیدلي او افغانستان ته د ایران د نفتي توکو د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو او د هغو د عملي حل پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس وړمه ورځ هم د ایران د سټنډرډ ادارې له استازو سره لیدلي او پر دوهاړخیزو همکاریو یې خبرې کړې وې.
د معیار او کیفیت ادارې ويلي، چې د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول، د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري او ګټورو سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتول دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې مرستې بیا پیل شوې
د دې ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص ويلي، د چاپېریال ساتنې کوچنۍ مرستې د سیمهییزو طرحو د ملاتړ لپاره مهم پروګرام دی، چې د طبیعي سرچینو، ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د اوبو او خاورې د مدیریت په برخه کې به اغېزناک رول ولري.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو ويلي، نړیوال چاپېریال ساتنې صندوق په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د کوچنیو مرستو پروګرام بېرته پیل کړی، چې له مخې به یې د طبیعي سرچینو د ساتنې او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمهییزو پروژو د پلي کېدا زمینه برابره شي.
د دې ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص ويلي، د چاپېریال ساتنې کوچنۍ مرستې د سیمهییزو طرحو د ملاتړ لپاره مهم پروګرام دی، چې د طبیعي سرچینو، ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د اوبو او خاورې د مدیریت په برخه کې به اغېزناک رول ولري.
هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان د شنوخونو ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او چاپېریالي مرستې باید له سیاسي ملاحظاتو پرته روانې وساتل شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړیوالو هڅو د زیاتېدا غوښتنه وکړه.
د چاپېریال ساتنې نړیوالو مرستو بیا پیل د ۲۰۲۱ز.کال له ځنډ وروسته په افغانستان کې د سیمهییزو چاپېریالي نوښتونو او پروژو د ملاتړ لپاره نوې زمینه برابروي.
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
-
لوبی3 days agoلبنان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي
-
تازه خبرونه5 days agoسویډن د افغانستان د پخواني سفیر د پناه غوښتنه رد کړه؛ امریکا ته یې د لېږلو هڅه کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد جرمني د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو پر ګډون د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او ټانزانیا د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د حل لپاره د مسکو چمتوالی
-
تازه خبرونه2 days agoد ایراني ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال ووژل شول
