سیمه ییز خبرونه
د تاجکستان ولسمشر د پولې په اړه د ډلهییز امنیت تړون ټولنې له عمومي منشي سره وکتل
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ په دوشنبه ښار کې د امام علي رحمان او ایمانقلي تاسماګبتوف ترمنځ ناسته له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرام پر لومړي پړاو پلي کولو راوڅرخېدل.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ په دوشنبه ښار کې د امام علي رحمان او ایمانقلي تاسماګبتوف ترمنځ ناسته له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرام پر لومړي پړاو پلي کولو راوڅرخېدل.
له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت لپاره د ګډ امنیتي تړون ټولنې پلان درې پړاوه لري، چې مسوده یې تېر کال دې ټولنې تصویب کړې ده او تمه ده، چې د ۲۰۲۹ کال تر پایه به پلي شي.
د ګډ امنیت تړون ټولنې لخوا د خپرې شوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې اصلي تمرکز له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره د پروګرام د لومړي پړاو پلي کول ول.
د ګډ امنیتي تړون ټولنې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “د ناستې په بهیر کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د ټولنې د هدفمند بین الحکومتي پروګرام د لومړي پړاو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د ډلهییز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي د لاسلیک شویو تړونونو په پلي کولو کې د غړو هېوادونو د رغنده او د ګټو پر بنسټ چلند ټینګار وکړ او د دې ګډ فعالیت په ټولو پړاوونو کې یې د ګوندونو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.”
د تاجکستان پر ولسمشر سربېره د ډلهایز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي په دوشنبه ښار کې د دې هېواد له دفاع وزیر، امنیت شورا سکرتر، ملي امنیت لومړي مرستیال او د تاجکستان سرحدي ځواکونو قومندان سره هم ولیدل.
د ګډ امنیت تړون ټولنه له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او د افغانستان پولې تر بل هر وخت ډېرې خوندي او ډاډمنې دي.
د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د ګډ امنیتي تړون ټولنې بین الحکومتي پلان د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر پر درویشتمه د ګډ امنیتي تړون ټولنې د امنیت شورا د پرېکړې سره سم جوړ شو؛ خو دا مسوده د تېر کال په نومبر کې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د امنیت شورا لخوا تصویب شوه. د دې پروګرام پلي کول درې پړاوه لري او ټول پړاوونه به د ۲۰۲۹ کال تر پایه بشپړ شي.