Connect with us

تازه خبرونه

د تاوتریخوالي د ډېرولو له کبله امریکا پر طالبانو فشار راوړي – راس ویلسن

خپور شوی

د

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن ویلي، چې هېواد یې پر طالبانو؛ ځکه فشار راوړي، چې تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالی د ډېریدو له کبله د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن اندېښمن شوی او او ټينګار کوي؛ پر طالبانو به فشارونه راوړي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

ویلسن ويلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې او امریکا سپارښتنې په پرلپسې توګه بابیزه ګنلي او په افغانستان کې هدفي وژنې هم  د طالبانو کار دی.

ویلسن له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د دوحې له هوکړې سرغړوي.

راس ویلسن وایي: طالبان پر هغه ژمنه ندي ولاړ، چې د فبرورۍ پر نهه ویشتمه یې له مونږ سره کړې ده. مونږ په کراتو له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړی؛ خو له بده مرغه  طالبانو زمونږ او ملګرو ملتونو غوښتنې ندي منلي. اوس مونږ پر طالبانو ډېر فشار راوړو. دا د سولې د بري لپاره مهم دي.  

ویلسن د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ادارې پر کړنلاره څه ونه ویل؛ خو دا یې ویلي، چې امریکا د افغانستان شرایطو ته په کتو خپل سرتېري وباسي.

هغه زیاته کړې؛ امریکايي او د نړیوال ائتلاف سرتېري دلته د ذخیرې په توکه ساتل کیږي. د وتلو موضوع له هغو شرایطو سره تړلې ده، چې امریکا مخکې اعلان کړي دي.

ویلسن ويلي، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه داسې هڅو ته اړتیا لري، چې مطلوبې پایلې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې د ژنیو په غونډه کې له افغانستان سره د میلیاردونو دالرو مرسته له اداري فساد سره پر مبازره مشروطه کړې ده.

هغه په دې اړه وایي: مونږ له چارواکو سره ګډ کار کوو او هغه پیسې، چې ځينو کسانو په فساد کې ټولې کړي بېرته تر لاسه پر سمه لار ولګول شي.

ویلسن وايي، چې د سولې لپاره د خبریالانو، سوداګرو، د شورا له غړیو او د مدني ټولنې له استازیو سره خبرې کوي او نظرونه یې راټولوي.

تازه خبرونه

د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۶ میرمنې له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت محتسبینو ویلي:« یادې ميرمنې، چې له څه وخت راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنا غیرتونو پر بنسټ ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ د اړوند محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.

Published

on

په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندوز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې۱۶ میرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

 

محتسبینو زیاته کړې؛ دوی د میرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د میرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

ویل کیږي، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد پر کچه د میرمنو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تورخم له لارې جبري ستنېدا افغان کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بې‌برخې پاتې دي.

Published

on

د ناروې د کډوالو شورا ويلي؛ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته جبري ایستل کیږي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بې‌برخې پاتې دي.

یاد بنسټ خبرداری ورکوي، چې د راستنېدونکو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا شته.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون تازه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو بېرته ستنېدا د افغانستان پر نازک بشري وضعیت بې‌ساری فشار راوړی دی.

د دې فډراسیون د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د نومبر تر پای پورې له ایران او پاکستان څخه له ۵.۲ میلیون ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د جبري لېږد دا څپه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د نفوسو له سترو لېږدونو څخه ګڼل کېږي، چې له ۳.۶ میلیون ډېر کسان یوازې له ایران څخه راستانه شوي، چې لږ تر لږه یې  ۱.۲ میلیون جبري ایستل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په ایکس له دې سفره خبر ورکړی دی.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۹, ۱۴۰۴

د افغانستان د پوځ ستر درستیز فصیح‌الدین فطرت د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي اته‌ویشتمه) قطر ته پر سفر ولاړ، چې په د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون او کنفرانس (DIMDEX 2026) کې ګډون وکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په ایکس له دې سفره خبر ورکړی دی.

د دوحې نړیوال دفاعي  نندارتون او کنفرانس (DIMDEX) به د جنورۍ له نولسمې څخه تر دوه‌ویشتمې پورې ترسره شي.

ویل کیږي، چې سږنی DIMDEX بهو چې له ۲۰۰۸ کال له پیل راپدېخوا تر سره کیږي تر ټولو ستره ننداره وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!