سوداگري
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د دوه میلیارد افغانیو پر ارزښت درې تړونونه لاسلیک شول
نن ( د سلواغې پر یوولسمه ) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارد افغانیو پر ارزښت د درې پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې مراسمو کې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دغه پروژې د معیاري ترانسپورټ د رامنځته کېدو او د دې برخې د پرمختګ په برخه کې مهمې وبللې او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل، چې خپل کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغو پروژو له پليکېدا سره به له یوه لوري هېوادوالو ته معیاري ترانسپورټي خدمتونه وړاندې او له بل لوري به زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
ویل کیږي، چې په دې پروژو کې د کابل هوايي ډګر د پارکېنګ او دمهځي په ګډون د فاریاب ولایت د آقینې بندر د تیرپارک او د هرات ولایت د ګذرې ترمینل جوړول په پام کې نیول شوي، چې ټول لګښت یې شاوخوا دوه میلیارد افغانیو ته رسیږي.
سوداگري
افغان او اماراتي سوداګرو په ترکمنستان کې د نږدې ۱۰۰ میلیون ډالرو توکي وپېرل
د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبهدانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.
د ترکمنستان دولتي توکو او خامو موادو راکړې ورکړې بورډ څرګنده کړی، چې د نومبر پر اووهلسمه په ترسره شویو سوداګریزو معاملو کې د دې هېواد د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او سوداګرو ترمنځ پنځه تړونونه د ۳۴۷ میلیون او ۳۱۰ زره منات او ۹۴۷ زره او ۲۵۰ ډالرو پر ټولیز ارزښت لاسلیک شوي دي.
د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبهدانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.
دغه راز اماراتي سوداګرو د خام او نهسپینشوي ټوکر د پېرلو لپاره هوکړې کړې دي.
د ترکمنستان په کورني بازار کې هم سوداګرو له« ترکمنتېل» دولتي شرکت سره د BND ۶۰/۹۰ بڼه تېلو او سړک جوړونې قیر د پېرودلو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د ترکمنستان له روغتیا او طبي صنعت وزارت سره د خام ګلیسیریزیک اسید د پېرودلو یو تړون هم لاسلیک شوی، چې د شیرینبیان بوټي له ریښې څخه ترلاسه کېږي.
سوداگري
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو پر لېږدولو هوکړه وشوه
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ ادارې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو هوکړه کړې ده.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د اوسپنېپټلۍ اړیکو پر پراختیا، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ویل شوي، چې سږ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو دوهاړخیز لېږد زیاتېدا د پاملرنې وړ ده.
د شوې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د نایبآباد تمځای په ټاکلي وخت کې پراخ شي او له حیرتان څخه مزارشریف ته د مالونو رېلي لېږد منظم شي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د رېلګاډو د ورځني تګ راتګ د شمېر پر زیاتولو او د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د افغان کارکوونکو د مسلکي زدهکړو او وړتیا لوړولو لپاره د زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د ګمرکي نظامونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلامکلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي.
دواړو لوریو په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدا او د د ګمرکي محصولاتو د ورکړې ستونزې(خاکپولي) پر اواري، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د آسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.
-
تازه خبرونه3 days agoڅلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoشمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
-
نړۍ4 days agoتر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر له عیسویانو ډېر شي – «پیو» مرکز
-
تازه خبرونه4 days agoبېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
-
تازه خبرونه3 days agoافغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
-
تازه خبرونه3 days agoقزاقستان د افغانستان له ثبات او بیا رغونې سره څنګه مرسته کوي؟
