سوداگري
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د دوه میلیارد افغانیو پر ارزښت درې تړونونه لاسلیک شول
نن ( د سلواغې پر یوولسمه ) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارد افغانیو پر ارزښت د درې پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې مراسمو کې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دغه پروژې د معیاري ترانسپورټ د رامنځته کېدو او د دې برخې د پرمختګ په برخه کې مهمې وبللې او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل، چې خپل کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغو پروژو له پليکېدا سره به له یوه لوري هېوادوالو ته معیاري ترانسپورټي خدمتونه وړاندې او له بل لوري به زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
ویل کیږي، چې په دې پروژو کې د کابل هوايي ډګر د پارکېنګ او دمهځي په ګډون د فاریاب ولایت د آقینې بندر د تیرپارک او د هرات ولایت د ګذرې ترمینل جوړول په پام کې نیول شوي، چې ټول لګښت یې شاوخوا دوه میلیارد افغانیو ته رسیږي.