Connect with us

تازه خبرونه

د ترویکا غړیو هېوادونو د طالبانو د تور نوملړ له ارزونې ملاتړ څرګند کړ

خپور شوی

د

د ترویکا غړیو هېوادونو استازیو ( امریکا ، روسیه ، چین او پاکستان) پرون (جمعه د غویی ۱۰) په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دوی په تور نوملړ کې د طالبانو او د دوی د اړوند بنسټونو د نومونو د ارزولو له دریځه ملاتړ کوي.

دوی زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي کمول او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پرمخ وړلو لپاره د طالبانو دوامداره هڅې به پر دغې ارزونې مثبته اغېز ولري.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې جګړه هیڅ ډول نظامي حل نلري او د افغانانو د تلپاتې سولې غوښتنه باید پوره او ترسره شي.

په اعلامیه کې راغلي: مونږ ټینګار کوو، چې په افغانستان کې نظامي حل ناشونی دی. سیاسي هوکړه د افغانانو پر مشرۍ په افغانستان کې د ثبات او سولې د راوستو یوازنۍ حللاره ده.

دوی څرګندوي؛ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید په هېواد کې د جګړې لامل نشي.

دوی ټینګار کوي، چې د وتلو پرمهال د افغانستان د سولې بهیر باید زیانمن نشي. په افغانستان کې له جګړې او ګډوډۍ پرته د نړیوالو ځواکونو خونديتوب باید ډاډمن شي.

دوی زیاته کړې؛ تمه ده، چې طالبان د دوحې تړون له مخې خپلو کړیو ژمنو ته ژمن وي او له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.

دوی پر طالبانو دا غږ هم وکړ، چې د پسرلنيو عملیاتو له پیلولو دې ډډه وکړي.

دغه راز تمه لري، چې د افغانستان حکومت هم د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه روانه وساتي.

د ترویکا غړیو یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټ او ملکي وګړيو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

دغو هېوادونو د سفارتي کارمندانو او ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، خو وایي، چې که داسې کومه پېښه رامنځته کیږي؛ نو دوی به یې ځوابویونکي وي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي: مونږ له اسلامي جمهوریت او د سولې له عالي شورا څخه غواړو، چې له خپلو طالب سیالانو سره نیغ په نیغه خبرو ته حاضر او یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي. مونږ د داسې حکومت له جوړېدو ملاتړ نکوو، چې د زور له لارې واکمني غواړي.

د ترویکا هېوادونو د خبرو اترو پر پلاویو غږ وکړ، چې د تلپاتې او هراړخیز سیاسي حل او اوربند لپاره کار وکړي او په دې بهیر کې د ملګرو ملتونو له رول نورهم تود هرکلی وکړي.

دې هېوادونو ټینګار کړی: مونږ د داسې دوامداره او عادلانه سیاسي حل ملاتړ کوو، چې افغانستان خپلواک ، هوسا، متحد، ثبات لرونکی، ډیموکراټیک، پر ځان بسیا، له تروریزم او مخدره توکو پاک کړي. مونږ د پلان له مخې د افغان کډوالو له راستنېدو هم ملاتړ کوو.

دوی ټینګار څرګند کړی، چې د سولې هوکړه لیک باید د ښځو، ماشومانو، د جګړې د قربانیانو او لږکیو حقونه په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره د پاکستان په روانه شخړه کې ملکي وګړي وژل کیږي- یوناما

د یوناما په نننۍ (سې‌شنبه د کب شپږویشتمه) خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: د نړیوال قانون له مخې، د شخړو ټولې خواوې باید د ناروغانو او ټپیانو، طبي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ويلي، چې له کابل سره د اسلام‌آباد په روانه شخړه کې د افغانستان ملکي وګړي مرګ او ژوبله ویني.

د یوناما په نننۍ (سې‌شنبه د کب شپږویشتمه) خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: د نړیوال قانون له مخې، د شخړو ټولې خواوې باید د ناروغانو او ټپیانو، طبي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي.

یوناما زیاته کړې؛ دا قوانین په روغتونونو او امبولانسونو هر ډول بریدونه منع کوي.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د کب له پېنځمې څخه تر پېنځه‌ویشتمې / د فبرورۍ له څلیریشتمې څخه د مارچ تر شپاړلسمې پورې د دښمنیو په پایله کې لږ تر لږه ۷۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان ثبت شوي دي.

ویل کیږي، چې یوناما یو ځل بیا د تاوتریخوالي کمولو او دایمي اوربند غوښتنه کړې او له افغانستان او پاکستان څخه یې وغوښتل؛ د نړیوال قانون له مخې مسوولانه عمل غوره او د ملکي وګړو ساتنې ته پاملرنه  وکړي.

د یادونې ده، چې د دوشنبې پر شپه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د ترسره شوي له کبله لږ تر لږه ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا یو “ظالمانه او نه‌بښونکی” برید دی، چې په کې د یوه روغتون ګڼ‌شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د نشه‌یي توکو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستی هوايي برید سخت غندلې او هغه بې رحمانه او نه بښونکی بولي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا یو “ظالمانه او نه‌بښونکی” برید دی، چې په کې د یوه روغتون ګڼ‌شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

هند ټینګار کړی، چې دا ډول ودانیز بنسټونه هیڅکله پوځي هدف نشي ګڼل کېدی.

دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت دا پېښه “د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه” او د سیمې سولې او ثبات ته یو جدي ګواښ وباله او څرګندوي، چې دا عمل په سیمه کې د پاکستان د بې پروایۍ او تکراري چلند ښکارندویي کوي.

نوموړی زیاتوي؛ د روژې په میاشت کې د داسې برید ترسره کول، چې د مسلمانانو د سولې او پیوستون څلی دی؛ “نور هم د غندلو وړ” کوي او د روغتون او د هغې د ناروغانو پر نښه کولو لپاره هیڅ مذهبي یا اخلاقي توجیه نه‌لیدل کیږي.

هند له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې پېښې عاملان مسوول وګڼي او پر ملکي وګړو د نورو بریدونو مخه ونیسي.

په پای کې دې هېواد له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ ټپیانو ته یې د روغتیا هیله وکړه او د افغانستان له حاکمیت او ځمکني بشپړتیا څخه یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

Published

on

په کابل کې پر نشه‌یي توکو د روږدو روغتون له خونړي برید وروسته د سېشنبې پر ورځ( د کب شپږویشتمه) کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم به “غاښ ماتونکي” غبرګون ترلاسه کړي.

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

قانع زیاته کړې، چې د ژغورنې هڅې نن( سې‌شنبه) سهار هم روانې دي او د ژغورنې ډلې تر کنډوالو لاندې جسدونه لټوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا خونړۍ پېښه، چې له وروستیو اوونیو راپدېخوا د تاوتریخوالي زیاتېدا ښیي؛ په هېواد کې له هوایي او توپچي بریدونو سره مل ګنل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!