تازه خبرونه

د تورخم دروازه نن له ۲۵ ورځو تړل کېدا وروسته بیا پرانیستل کیږي

د تورخم دروازې بیا پرانیسته د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ له بریاليو ډیپلوماټیکو خبرو وروسته ترسره کیږي.

Published

on

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله به د چارشنبې پر ورځ له ۲۵ ورځو تړل کېدا وروسته بیا د سوداګریزو فعالیتونه لپاره پرانستل شي.

د تورخم دروازې بیا پرانیسته د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ له بریاليو ډیپلوماټیکو خبرو وروسته ترسره کیږي.

د تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځې راپدېخوا د اسلامي امارت لخوا فرضي کرښې ته نږدې په خپل لوري کې د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې پاکستان وتړله، چې څو وارې په کې دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې دي.

د پاکستان د استازو جرګې رییس سید جواد حسین کاظمي له پاکستانيو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نن لس بجې یې د لارې د خلاصون په تړاو له افغان کمیسار سره ناسته پیل کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې اوربند به تر هغه وخته پورې پخپل ځای پاتې وي، چې د ګډې همغږۍ کمیټې (JCC) غونډه جوړه شي او په سیمه کې ثبات ډاډمن شي.

کاظمي ویلي، چې د پاکستان امنیتي چارواکو د افغان چارواکو له پرېکړې څخه رضایت څرګند کړی دی.

د ګمرک چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د تورخم لار هره ورځ د شاوخوا ۳ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګري ته زمینه برابروي او شاوخوا ۱۰ زره خلک پرې تګ راتګ کوي. تمه ده، چې له بیا پرانیستلو سره یې اقتصادي فعالیتونه بېرته پیل شي او د هغو سوداګرو او وګړو لپاره، چې پدې اړینې لار تکیه لري ډاډمن سفر پیل کړي.

Trending

Exit mobile version