تازه خبرونه

د تېرکال پر پرتله په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې؛ د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د یونیم  میلیارد دالرو پر ارزښت صادرات رامنځته شوي دي.

د سرچینې د د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې خپل صادرات د هوا او ځمکې له لارې د نړۍ  بېلابېلو مارکیتونوته ورسوو.

د صنایعو اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې؛ که صادرات مو همداسې روتن وي، ښايي د کال تر روستیو د صادراتو کچه دوه میلیارد دالرو ته لوړه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولوي عبدالسلام جواد آخوندزاده وایي: د هغو معلوماتو او را پورونو له مخې، چې مونږ ته رارسیدلي؛ د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یو اعشاریه پېنځه میلیارد دالر صادرات شوي او نور هم د پرا ختیا په حال کې دي.

د خصوصي سکتورغړي وايي؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په روان کال کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مو د اقتصادي اړیکو او صادراتو د پراختیا په اړه منظم تدابیر نیولي دي.

د خصوصي سکتور غړی محبوب الله ګردیزی په داګه کوي: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د بهیر لپاره خورا منظم تدابیر نیول شوي. مونږ هیله لرو، چې صادرات مو نور هم منظم او مخکې ولاړ شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان ټینګار کوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید صادراتو پراخه او روان وساتي، چې له سیمې او ګاونډ هېوادونو سره مو اقتصادي اړیکې غښتلې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: مهمه داده، چې باید د خپلو صادراتو بهیر بشپړ د قیق مدیریت کړو او لکه څنګه، چې همدا اوس مخکې روان دی؛ همداسې روان وساتو.

ویل کیږي، چې که په هېواد کې مو د پانګونې او صادراتو پراختیا ته نوره هم پاملرنه زیاته شي د هېواد اقتصادي بحران به چټک او مدیریت شي.

Trending

Exit mobile version