تازه خبرونه

د جنوبي آسیا پوهنتون افغان زده‌کړیالانو ته بورسونه ودرول – ټایمز آف انډیا

د راپور له مخې، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کې‌کې اګروال ویلي؛ دا پرېکړه د بوټان له اعتراض وروسته شوې ده.

Published

on

 

ټایمز آف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د جنوبي آسیا پوهنتون د افغانستان له لوري د مالي ونډې د نه‌ورکړې له کبله افغان زده‌کړیالانو(محصلانو) ته د بورسونو ورکړه درولې ده.

د راپور له مخې، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کې‌کې اګروال ویلي؛ دا پرېکړه د بوټان له اعتراض وروسته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: بوټان هېواد ټینګار کړی، چې په داسې حال کې افغان زده‌کړیالانو ته د بورسونو روان ساتل، چې افغانستان خپله مالي ونډه نه‌ده ورکړې؛ د هغو غړو هېوادونو پر وړاندې عادلانه نه‌ده، چې په منظم ډول خپله مالي ونډه ورکوي.

د هغو مالي اسنادو له مخې، چې ټایمز آف انډیا ترلاسه کړي؛ افغانستان له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راپدېخوا دې پوهنتون ته هیڅ مالي مرسته نه‌ده ورکړې او د دې هېواد وروستۍ ثبت شوې ورکړه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۳۰۷ زره ډالره وه.

د یاد پوهنتون رییس زیاته کړې، د اسلامي امارت له واکمنېدا راوروسته په دې تړاو هیڅ رسمي اړیکه نیول شوې نه‌ده.

هغه ویلي، چې هند د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت نه‌پېژني؛ نو، ځکه د دې موضوع د حل لپاره د رسمي اړیکو رامنځته کول هم ناشوني وه.

سره له دې، چې بورسونه درول شوي دي؛ خو یاد پوهنتون ویلي، که د افغان چارواکو هوکړه ترلاسه شي، چمتو دی افغان زده‌کړیالان په تېره ښځینه زدهکړ‌یالانو ته انلاین زده‌کړې برابرې کړي.

د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کې‌کې اګروال زیاته کړې، که د افغانستان مالي ونډه د کوم غړي هېواد یا بلې ادارې له لوري ورکړ شي؛ نو افغان زدهکړ‌یالانو ته د بورسیو د بېرته پیل امکان هم شته.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د نوې دورې د جذب لپاره ۲۵ افغانانو د لیسانس او ۶۶ نورو د ماسټرۍ او ډوکتورا پروګرامونو ته غوښتنلیکونه سپارلي وه؛ خو په پای کې هیڅ افغان زده‌کړیال په دې پوهنتون کې نوملیکنه ونه‌کړه.

Trending

Exit mobile version