نړۍ

د جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال

د وال‌سټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ متحده عربي امارات له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدا او د جګړې د پایلو له کبله خپلې جدي اقتصادي اندېښنې د امریکا چارواکو ته وړاندې کړې دي.

د وال‌سټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې وايي؛ که ډالر ته لاسرسی محدود شي، امارات ښايي بدیلو اسعارو ته مخه کړي. لکه د چین یوان؛ دا کار کولی شي د دغه هېواد د تېلو په راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د تېلو په صادراتو کې ګډوډي، د هرمز تنګي له لارې د نفت‌لېږدوونکو کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه او د پانګې د وتلو د خطر زیاتوالي د اماراتو پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي. سره له دې هم د دغه هېواد بهرنۍ زیرمو لوړه کچه تر یوه بریده د کړکېچ شدت راکمولی شي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې د اماراتو لپاره د اسعارو د تبادلې د کرښې جوړېدل ډېر احتمال نه‌لري؛ خو واشنګټن د سیمې د مالي ثبات د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې ارزوي.

Trending

Exit mobile version