تازه خبرونه
د داعش د پیاوړي ښودلو لپاره هڅې باید ودرول شي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې داعش ځپلی او هیڅوک باید د دې ډلې د پیاوړي ښودلو لپاره هڅې ونکړي.
مولوي عبدالکبیر تېر ماښام( د وري اتلسمه) په کابل کې د ګڼو هېوادونو د سفارتونو چارسمبالو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او اسلامي کنفرانس له استازو سره د روژهماتي پر مهال ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو ته لیواله دی او غواړي په سیمهییزو پروژو کې ونډه واخلي او د سیمې د نښلېدا لپاره زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې: هغوی، چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې د افغانستان پراخې سیمهییزې اړیکې او تعامل، د بنسټيزو او پراختیايي چارو ترسره کول، د نشهيي توکو او فساد پای پر وړاندې مبارزه او د سرتاسري امنیت تامينېدل ورته؛ د منلو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ډېر مثبت بدلونونه راغلي او هېواد د ثبات پر لوري روان شوی دی.
هغه یو ځل بیا له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي او د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره په دې برخه کې له پوره حوصلې څخه کار واخلي.
مولوي عبدالکبیر هیله من شوی، چې راتلونکی کال به په کابل کې د میشتو ډیپلوماټانو او سفیرانو شمېر له دې هم ډېر وي او نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانېزي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري او د سیمې له هېوادونو سره وکولی شي سیمهییز نوښتونه رامنځته او پياوړي کړي.
