سوداگري
د راتلونکي ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې سند چمتو شو
د مالېې وزارت مسوولینو ويلي؛ د اسلامي امارت د اداري او اقتصادي کمیسیون له کتنې وروسته به د بودجې چمتو شوی سند د توشیح لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ ته وا ستول شي.
د ماليي وزارت مسوو لینو ويلي، چې د راتلونکي کال د بودجې بشپړ شوی سند به د وروستۍ څېړنې لپاره د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي او اداري کمیسیونونو ته د روا ني اونۍ په بهیر کې وا ستول شي.
د مالیی وزارت ویاند که څه هم تر اوسه د راتلونکي کال د بودجې ارقام ندي په ډاګه کړي؛ خو زیاتوي، چې د روان کال د بودجې پر سند یې له تېرو څلور میاشتو راپدیخوا کار کړی دی. د تېر کال پر پرتله په عمومي کچه کې زیاتوالي راغلي او د هېواد په کچه هغه لسګونه پروژو کارونه هم پیل شي، چې تراوسه نیمګړې پاتي دي.
د ماليي وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي: د راتلونکي کال په بودجه کې د روان کال انکشافي بودجه زیاته ده؛ ځکه، چې اقتصادي کمیسیون پرېکړه کړې، چې په راتلونکي کال کې به د ټولو هغو پروژو کارونه پیل کړي، چې چارې یې له ۵۰ سلنې زیاتې مخکې تللي او د دې پروژو د تکمیل کیدو هڅه به کیږي.
د اقتصادي چارو شنونکیو هم له ماليې وزارته غوښتي، چې د راتلونکي کال د بودجې د سند او چارو د کتنې په برخه کې له بیړې کار وا خلي، چې د نوي کال له پیلېدو سره سم د بودجې د پلې کېدو بهیر پیل او د انکشافي پروګرامو نو پر وخت پلي کیدلو ته زمینه برابره شي.
اقتصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: د ماليې وزارت باید د راتلونکي کال د بودجې د سند د اداري بهیر د چټکتیا لړۍ نوره هم چټکه کړي، چې د نوي کال له پیل سره يي اجرايي لړۍ دوام وکړي او د هغو پروژو کارونه پیل شي، چې اوس یې هم چاري له بودجې سره تړلي دي. دا به مو پر اقتصاد ښه اغېز ولري.
د مالیې وزارت زیاته کړې؛ په روان کال کې له بندیزونو سره سره تر ۱۰۰میلیارد افغانیو د عوایدو راټولیدل په دغه بهیر کې د شفافیت ښکارندويي کوي.
د دوی په خبره؛ دا او د مالیاتو له لارې نور مالي امکانات د دوی د حکومتي لګښتونو لپاره کارېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بنسټونه افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ او تر ۲۸ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړ ګڼي.