نړۍ
د روسیې په یوه ښوونځي کې ۳۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې څلورمه ) د روسیې په یوه ښوونځي کې د یو وسلوال بریدکوونکي پر ډزو د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون ۲۴ نور ټپیان دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې پېښه د مسکو ختیځ لوري ته د ادمورتیا د سیمې د ایژویسک ښار په یوه ښوونځي کې رامنځته شوې او بریدګر هم ځانوژنه کړې ده.
د روسیې د څېړونکیو کمیتې یوه ویدیو خپره کړې، چې ښیي؛ په ټولګي کې د یوه سړي مړی پروت دی او هر څه پر وینو لړلي دي. دغه سړي تورې جامې اغوستي او د نیو فاشست بوی ترې پورته کیږي.
یادې سرچینې په ډاګه کړې، چې دغه برید کوونکی د رواني درملنې له مرکز سره هم ثبت شوی و.
د څېړونکیو د څېړنو له مخې؛ دغه کس پر نازي نښو، دوه تومانچو او یو شمېر مهماتو سمبال و.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دغې پېښې پوره خواشینی شوی دی.
د رویترز د راپور له مخې؛ پوتین دا پېښه د یوه کس لخوا یو ترهګریز عمل وباله، چې په ښکاره له نیوفاشیستي ډلې سره تړاو لري.
د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په دې ښوونځي کې له لومړي څخه تر یوولسم ټولګیو پورې ماشومانو ته زدکړه ورکول کیږي، چې دمګړۍ تش شوی او شاوخوا سیمه تر څارنې لاندې ده.
د روسیې دغه سیمه د یورال غرونو لویدیځ لوري ته پرته ده.
د برید د انګېزې په اړه نور جزئیات تر دې دمه خپاره شوي ندي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې څو ځله د ښوونځیو پر زدکوونکیو ورته بریدونه شوي، چې وروستی هغه یې په ۲۰۱۸ کې د یوه ۱۸ کلن زدکوونکي پر ډزو د روسیې د کریمیې په یوه کالج کې ۲۰ کسان ووژل شول، چې ډېري یې ملګري زدکوونکي وه.
نړۍ
ښایي هند د کانادایي سکهـ مشر په وژنه کې لاس ولري- جستن ترودو

کانادا د دوشنبې پر ورځ ( د وږي ۲۷ ) ویلي؛ د اعتبار وړ داسې ادعاوې شته، چې د هند حکومت ښایي د کانادایي سیکهـ مشر په ترور کې ښکېل وي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د کانادا لومړي وزیر جستین ترودو د ولسي جرګې په یوه بېړنۍ وینا کې ویلي، چې د کانادا د وګړو په وژنه کې د بهرني حکومت هر ډول ښکېلتیا زمونږ له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده.
۴۵ کلن هردیپ سینګهـ نیجار د جون پر ۱۸ د ونکوور د یوې څنډې په ساري کې د سیکهانو له یوه معبد څخه بهر پر ډزو ووژل شو. نیجار د خالستان د خپلواک دولت په بڼه کې له سکهـ هېواده ملاتړ وکړ او د ۲۰۲۲ په جولای کې هند ترهګر اعلان کړ.
ترودو وایي: د کانادا امنیتي ادارې پر خلاص مټ د هند د حکومت د مامورینو او د نیجار د مړینې تر منځ د احتمالي اړیکې په اړه د باور وړ تورونه څاري.
هغه ویلي، چې تېره اوونۍ یې په نوي ډیلي کې د جي -۲۰ ډلې د سرمشریزې په څنډه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته یې د دې وژنې موضوع وړاندې کړه او له کانادا سره په دې اړه د هند د ګډ کار غوښتنه وکړه، چې په اړه یې یوې پایلې ته ورسیږي.
د کانادا د بهرنیو چارو وزیرې ملانیی جولي پرته له دې، چې نور جزئیات ورکړي ویلي؛ کانادا هم د دوشنبې پر ورځ له دې هېواده د هند د استخباراتو یو مامور وشاړه.
د ترودو څرګندونو د کانادا او د نړۍ د ترټولو سترې دیموکراسۍ ترمنځ تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
نوی دیلی په کانادا کې د سکهـ بېلتون غوښتونکیو له فعالیتونو ناخوښه دی.
مودي د جي – ۲۰ په سرمشریزه کې ترودو ته د کانادایي سیکانو لخوا د وروستيو لاریونونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، چې د خپلواک دولت غوښتنه کوي.
سوداګریزې اړیکې
دیپلوماتیک تاوتریخوالی اوسمهال سوداګریزې اړیکې ګواښوي او د وړاندیز شوې سوداګریزې هوکړې په اړه خبرې اوس پر ټپه ولاړې دي. کانادا د دغه حالت په اړه لږ توضیحات وړاندې کړي. په داسې حال کې، چې هند ځینې سیاسي پرمختګونو ته نغوته کړې ده.
د کانادا د احصائیوي څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۲ ز. کال کې دوه اړخیزه سوداګري د ۱.۵۲ تریلیون کانادایی دالرو څخه یوازې ۱۳.۷ میلیارد کانادایی دالر (۱۰.۲ میلیارد امریکایي دالر) ول.
د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسن د دوشنبې پر شپه په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: مونږ د لومړي وزیر ترودو لخوا د وړاندې شویو تورونو په اړه ژوره اندېښنه لرو.
ترودو نیغ پر نیغه په دې وژنه کې پر هند د لاس لرلو تور نهدی لګولی او د بهرنیو چارو وزیرې جولي وروسته بیا یوه احتیاطي څرګندونه وړاندې کړه؛ که دا تورونه رښتیا ثابت شي، د منلو وړ به نهوي.
د بریتانیا د کولمبیا تحقیقاتي ډلې تېره میاشت ویلي، چې په دې پېښه کې درې شکمن کسان لاس لري؛ که څه هم څوک نیول شوي نهدي.
کانادا د سیکانو تر ټولو لوی نفوس لري، چې په هند کې د خپل کور پنجاب ایالت څخه بهر د دوی د لاریونونو شاهد دی، چې هند پرې غصه څرګنده کړې ده.
کانادا هم د هندي نژاد ترټولو د لویې سیکهـ ټولنې کور دی، چې د کانادا د ۴۰ میلیون نفوسو شاوخوا ۱.۴ میلیون جوړوي. د ۲۰۲۱ ز. کال په سرشمېرنه کې، شاوخوا ۷۷۰ زره خلکو سیکهـ مذهب د خپل مذهب په توګه منلی دی.
د ملي امنیت وزیر دومینیک لبلانک ویلي، چې د کانادا د حکومت څو لوړ پوړیو چارواکو پهدې وروستیو کې د اوتاوا د اندېښنې څرګندولو لپاره هند ته سفر کړی دی.
د روان کال په اپریل کې هند له انګلستان څخه وغوښتل، چې په انګلستان کې میشت د سکهـ بیلتون غوښتونکيو غورځنګ له ملاتړو څارنه ګړندی کړي. نوي دیلی له هغې وروسته پر غصه شو، چې لاریونکوونکیو د خالستان شعارونه لېږدول او په لندن کې یې د هند له دیپلوماتیکې استازولۍ بیرغ لرې کړ.
نړۍ
ترکیه کولی شي د اړتیا په صورت کې ځان له اروپايي ټولنې بېله کړي – اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې پر ورځ د ترکیې په اړه د اروپايي پارلمان د راپور د منځپانګې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د اړتیا په صورت کې انقره کولی شي له اروپايي ټولنې څخه خپله لاره بېله کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د اروپايي پارلمان هغه راپور، چې د دې اوونۍ په پیل کې تصویب شو؛ ویلي، چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د یوځای کېدا بهیر، چې ۲۷ غړي لري په اوسنیو شرایطو کې د بیا پیلدا وړ نهدی.
په راپور کې له اروپايي ټولنې غوښتل شوي، چې له انقرې سره د خپلو اړیکو لپاره موازي او حقیقي چوکاټ په پام کې ونیسي.
ترکیه له تېرو ۲۴ کلونو راپدیخوا په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره رسمي نومانده ده؛ خو په وروستیو کلونو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د قانون حاکمیت ته د نه دروي له کبله یې د غړیتوب خبرې په ټپه ولاړې دي.
اردوغان امریکا ته له سفر مخکې خبریالانو ته وویل: اروپايي ټولنه له ترکیې څخه د جلا کېدو هڅه کوي. مونږ به د دې پرمختګونو پر وړاندې خپلې ارزونې وکړو او که اړتیا وي؛ مونږ کولی شو خپله لاره له اروپایي ټولنې بېله کړو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دې اوونۍ په پیل کې ویلي، چې د اروپا پارلمان راپور بې بنسټه تورونه او تعصب لري او له اروپایي ټولنې سره د دې هېواد د اړیکو په اړه کمزوری او د منلو وړ چلند لري.
نړۍ
سیلابونو دوه زره کسان مړه کړي او زرګونه نور ورک دي – د ختیځې لیبیا چارواکي

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لیبیا په ختیځ کې چارواکو ویلي؛ په درنا ښار کې د سخت توپان، باران او سیلابونو له کبله لږ تر لږه دوه زره کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي.
د لیبیا د ملي اردو ویاند احمد مسماري، چې د لیبیا ختیځه برخه تر واک لاندې لري په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ ناورین له هغې وروسته رامنځته شو، چې د درنا د اوبو بندونه ونړېدل او ټوله سیمه یې له اوسیدونکیو سره لاندې کړل.
احمد مسماري د ورک شویو کسانو شمېر له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې وښود.
د دوشنبې پر ورځ په سیمه کې د سرې میاشتې د مرستندویه ډلې مشر ویلي، چې د درنا ښار د مړو شمېر ۱۵۰ دی او شونې ده، چې ۲۵۰ ته ورسیږي.
لیبیا له سیاسي پلوه پر ختیځ او لویدیځ وېشل شوې او عامه خدمات له ۲۰۱۱ ز. کال راپدیخوا، چې ناتو په کې له پاڅونونو ملاتړ وکړ او او دا هېواد یې له اوږدو جګړو سره مخ کړ.
د یاد راپور له مخې؛ په طرابلس کې پر نړیواله کچه پر رسمیت پېژندل شوی حکومت ختیځې سیمې تر واک لاندې نهلري.
په طرابلس کې د ولسمشرۍ درې کسیزه شورا، چې په دې وېشل شوي هېواد کې د دولت د مشر په توګه کار کوي؛ له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د دوی په څرګندونه کې راغلي؛ مونږ له وروڼو، دوستو هېوادونو او نړیوالو ټولنو غواړو، چې مرستې وکړي.
په ختیځ کې د موازي حکومت رییس اسامه حمد ځايي تلویزیون ته ویلي، چې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي.
تېره اوونۍ د یونان له ځپلو وروسته دانیل توپان د یکشنبې پر ورځ د مدیترانې بحیره لاندې کړه؛ سړکونه یې له کومي تېر کړل، په درنا ښار کې یې ودانۍ ویجاړې کړې او د ساحل په اوږدو کې د نور ښارونو په ګډون یې د لیبیا پر دوهیم لوی ښار بنغازي هم ورودانګل.
د درنا ښار د ویدیوي څرګندونې ښیي؛ د ښار له مرکز څخه یو پراخ سیلاب د اوبو یوه نرۍ لار لاندې کړې، چې دواړو خواو ته یې ویجاړې ودانۍ ولاړې دي.
د ختیځې لیبیا د المستقبل تلویزیون خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک په اوبو کې د خپلو موټرو پر چتونو بند پاتې دي او د مرستې غوښتنه کوي او اوبه یې موټرونه مینځي.
اسامه حمد المسار تلویزیون ته ویلي: بې درکه کسانو شمېر زرګونه دي او د مړو هغه له ۲۰۰۰ څخه ډېر دی. په درنا ښار کې ټول اوسیدونکي ورک او اوبو وړي دي.
احمد مسماري زیاته کړې، چې په سیلاب کې د ملي اردو اووه غړي هم مړه شوي دي.
د درنا ښار اوسیدونکي صالح العبیدي ویلي؛ هغه له خپلې کورنۍ سره بریالۍ تېښته کړې؛ خو ښار ته نږدې په یوه دره کې کورونه نړیدلي ول.
هغه رویترز ته ویلي: خلک ویده ول او راویښ شول؛ خو خپل کورونه یې په اوبو کې ولیدل.
د سیمې یو بل اوسیدونکی احمد محمد وايي: مونږ ویده وو؛ کله، چې له خوبه راپاڅېدو، کور مو محاصره کړی و. مونږ دننه یوو او د وتلو هڅه کوو.
عیني شاهدانو ویلي، چې د اوبو کچه درې مترو (۱۰ فوتو) ته رسیدلې ده.
د درنا ښار په لویدیځ کې انځورونه د سوسه او شحات د بندري ښارګوټي ترمنځ ویجاړ شوی سړک ښیي، چې د یونان لخوا جوړ شوی او د یونیسکو په نوملړ کې راغلی د لرغونپوهنې سایت سیرین هم لیدل کیږي.
د لیبیا په ختیځ کې د لیبیا پارلمان درې ورځنی ماتم اعلان کړ.
په طرابلس کې هم د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه هم په ټولو اغېزمنو ښارونو کې درې ورځې ماتم اعلان کړی او هغه یې ناورین ځپلې سیمې یادې کړې دي.
د تېلو دوه انجنیرانو رویترز ته ویلي؛ په لیبیا کې د تېلو څلور لوی بندرونه – راس لانوف، زیویتینا، بریګا او ایس سیدرا د دریو ورځو لپاره تړل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي، د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
چارواکو سخت بېړنی حالت اعلان کړی؛ ښوونځي او پلورنځي یې وتړل او تګ راتګ او بند شوی دی.
په طرابلس کې لنډمهاله حکومت ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې په ختیځ ښارونو کې د زیانونو او سیلابونو سره بېړنۍ مبارزه وکړي؛ خو دا حکومت د لیبیا په ختیځ کې هیڅ اغېزه هم نهلري.
د دبیبا حکومت د لیبیا مرکزي بانک سره نږدې همکاري لري، چې په ټول هېواد کې حکومتي څانګو ته پیسې ورکوي.
په لیبیا کې ملګرو ملتونو ویلي، چې دا توپان له نږدې څاري او پر سیمهییزه او ملي کچه له غبرګونونو ملاتړ کوي او بېړنۍ مرستو وړاندې کولو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر دولتي خبري اژانس د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سپارښتنه خپره کړې، چې حکومت ته دې د لیبیا ختیځو سیمو ته مرستې ولېږدوي.
-
نړۍ4 days ago
ترکیه کولی شي د اړتیا په صورت کې ځان له اروپايي ټولنې بېله کړي – اردوغان
-
تازه خبرونه4 days ago
په پاکستان کې د ډبرو سکرو د یوه افغان کارګر سر پرې شوی مړی موندل شوی
-
لوبی4 days ago
هند د اسیا کرکت جام اتلولي وګټله
-
لوبی4 days ago
د کرکت نړیوال جام په درشل کې د درجه بندۍ د لومړي مقام خپلولو لپاره تودې هڅې روانې دي
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې ګډ کمیسیون جوړ شي – مولانا فضل الرحمن
-
لوبی2 days ago
افغانستان به د ۲۰۲۳ کال د چین آسیايي لوبو ته له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي ولېږي
-
تازه خبرونه2 days ago
په پاکستان کې د افغانستان سفارت کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړه
-
سوداگري2 days ago
د افغانستان او جنوبي آسیا د ترانسپورتي لارو پراختیا ته چمتووالی لرو – روسیه