تازه خبرونه

د ستونزو د کمولو لپاره له اسلامي امارت سره اړیکې لرو- ایران

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر د شنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۴ ) لبنان ته د یوه رسمي سفر پر مهال ویلي، چې هېواد یې اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني؛ خو د ستونزو د کمولو لپاره له اسلامي امارت سره اړیکې لري.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې او سوداګري روانه ساتي او د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې به له دې هېواد سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې خوندي ساتي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان څرګنده کړې: مونږ په افغانستان کې اوسنۍ واکمنه اداره نده پېژندلې؛ خو مونږ په بېلابېلو برخو کې د حکومت له ادارې سره اړیکې او خبرې اترې لرو.

نوموړي پدې اړه ټینګار کړی؛ مونږ په دې باور یوو، چې په افغانستان کې د حل لار د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت جوړول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکیو وروستی برید غندلی دی.

نوموړي د ښځو په اړه د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې په اړه ويلي: زمونږ په اند د افغان ښځو او نجونو له کار او زدکړو بندول له اسلام، اسلامي ارشاداتو او ديني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

Trending

Exit mobile version