تازه خبرونه
د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو قربانیان د افغانستان د شتمنیو د ترلاسه کولو حق نلري
یوې امریکايي قاضۍ سپارښتنه کړې، چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو څخه د میلیاردونو دالرو د ترلاسه کولو حق نلري.
د نیویارک په منهاتن سیمه کې د فدرالي محکمې یوې قاضۍ سارا نتبورن د جمعې پر ورځ (د وږي ۴ ) ویلي، چې د افغانستان بانک د امریکايي محکمو له واکه بهر دی او د دغو شتمنیو ضبطول د افغانستان د دولت په توګه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل دي، چې یوازې د امریکا ولسمشر یې د ترسره کولو واک لري.
میرمن نتبورن څرګنده کړې: د طالبانو (اسلامي امارت) قربانیان له کلونو راپدیخوا د عدالت، حساب ورکولو او جبران لپاره کار کوي. دوی د هیڅ شي مستحق ندي؛ خو قانون هغه خساره محدودوي، چې محکمه یې اجازه کولی شي او دغه محدودیتونه د افغانستان بانک شتمنۍ د محکمې له واک باسي.
د سارا نتبورن حکمونه به د فدرالي محکمې د مشر قاضي جورج دانیلز لخوا وڅېړل شي.
جورج دانیلز د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو دوسیه څاري او واک لري، چې د میرمن نتبورن پر امر حکم وکړي.
د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایدن یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې په افغانستان کې له بشري او اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره له دې شتمنیو څخه د درې نیم میلیارد دالرو کارولو اجازه ورکوي او له درې نیم میلیارد دالرو ډېرې نورې شتمنۍ به په امریکا کې پاتې وي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو قربانیانو ته ځانګړې شي.
امریکايي بندیزونو له اسلامي امارت سره مالي تعامل منع کړی؛ خو د افغانستان د خلکو لپاره بشري مرستې له دې څخه مستثنی دي.