تازه خبرونه

د سړو سیمو تعلیمي کال د نجونو د یو شمېر منځنیو ښوونځیو او لیسو له زدکړو پرته مخ پر پای ته رسېدو دی

Published

on

نن د لیندۍ لومړۍ په سړو سیمو کې د ۱۴۰۱ لمریز هجري ښوونیز کال د نجونو د یوشمېر ښوونځیو او لیسو له پیل پرته پای ته رسېږي.

د سړو سیمو د ښوونځیو او لیسو کلنۍ ازموینې پیل شوې، چې په پېنځلس ورځو کې به بشپړې شي.

په تېر کال کې له ډېرو ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره یو شمېر ښوونځي پیل نشول، چې له زدکړو محرومې نجونې ورسره له رواني ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي دي.

 يو شمېر زدکوونکې وايي: دا، چې پوره یو کال له زدکړو محرومې وې؛ له ډول ډول ستونزو، په ځانګړي توګه له رواني ستونزو سره مخ شوې دي.

دا، چې د یوه کال له تېریدو اوس هم له شپږم ټولګې پورته د نجونو منځني ښوونځي او لیسې پيل نه شول، په اړه یې د اسلامي امارت ویاند داسې وايي؛ له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو موضوع د پوهنې د وزارت کار دی. په داسې حال کې، چې د پوهنې وزارت د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه وايي.

د ښځو د حقونو فعاله ډیوه پتنګ وايي؛ اسلامي امارت ته په کار ده، چې له دې وروسته نجونې له تعلیم څخه په محرومیت کې ونه ساتي او باید په مخ یې ښوونځي پرانیزي.

که څه هم د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ له شرطونو څخه یو هم د نجونو د ښوونځیو پرانیستل دي؛ خو اسلامي امارت که څه هم د نجونو له زدکړو سره ښکاره مخالفت ندی کړی؛ خو وايي، چې دا د افغانستان کورني مسایل دي او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version