تازه خبرونه

د شانګهای غړیو هېوادونو د ترهګرۍ له ګواښونو سره پر ګډه مبارزه ټینګار څرګند کړ

Published

on

د شانګهای همکارۍ ټولنې غړیو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د هڅو له رامنځته شویو ګواښونو سره په ګډه د مبارزې هوکړه وکړه.

نوی دیلی د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو د غونډې کوربه و.

دا غونډه په سیمه کې د امنیتي وضعیت د ارزونې، د ستونزو د موندلو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د ګواښونو د ارزونې لپتره جوړه شوې وه.

د دغه سازمان غړیو پرېکړه کړژ، چې په راتلونکي کال کې به د همغږۍ تر سرلیک لاندې یو ګډ پوځي مانور هم تر سره کړي.

د هند د ملي امنیت د سلاکار مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت د شانګهای ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره ګواښ دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د سیمه ییز تروریزم ضد جوړښت د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي؛ د سیمه ییز تروریزم ضد جوړښت غړي د ګډو پولو په برخو کې همکارۍ او د داعش په څېر د تروریستي ډلو د انټرنیتي استخدام د مخنیوي او د ټولو هغو ډلو پر وړاندې، چې د سیمې او سیمې امنیت ته ګواښ دي؛ ګډه مبارزه کوي. موافقه وشوه او يوه ګډه اعلاميه هم تصويب شوه؛ د ګډو سرحدي عملياتو د تنظيم او د مبارې د پياوړتيا لپاره د راتلونکي کال په پيل کې د ګډو پوځي تمريناتو پر سر هم هوکړه وشوه.

اسلامي امارت ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې اوس د هېواد ملي امنیت خوندي دی او د افغانستان هیڅ برخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ولکې بهر نده.

د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به  اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د سیمې د هېوادونو پر ضد وکاروي. د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر کلک هوډ او عزم مبارزه کوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د اسلامي امارت له ډاډ سره سره د سیمې او نړۍ هېوادونه ولې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې ښيي؟ 

پوځي شنونکی اسمعیل غرنی ویلي؛ پخوا د سیمې  او نړۍ نږدې ټولو هېوادونو په دې مسله اعتراف کاوه، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته له داعش پرته د هیڅ کومې ډلې د فعالیت څرک نه لیدل کیږي.

داعش ډلې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکنیدو وروسته د څو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی، خو اسلامي امارت وايي، داعش په افغانستان کې ځاله او د لویو بریدونو توان نلري؛ د داعش سلګونه وسلول وژل شوي او سلګونه یې نیولي دي.

Trending

Exit mobile version