Connect with us

تازه خبرونه

د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې

خپور شوی

د

د شانګهای د همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت او په دغه هېواد کې د تروریزم او مخدره توکو له ګواښونو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې د تروریستي ګواښونو او په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره د مرستې په اړه خبرې وکړې.

د قزاقستان د رسنیو د راپور پر بنسټ، د شانګهای همکاریو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د دې ټولنې د راتلونکې غونډې په اړه، چې ټاکل شوې د روان کال د جولای په میاشت کې جوړ شی، بحث او خبرې وکړې.

د دې ټولنې د نوي عمومي منشي لپاره د نوماندانو څېړل او د منځني ختیځ مسایل د دغې غونډې د نورو موضوعاتو په توګه اعلان شوي دي.

دغه راز دوی په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت، د «ترهګرۍ» ګواښونو او نشه‎يي توکو سره د مبارزې په اړه هم سلا مشورې کړې دي.

د دې غونډې مشري د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلو کوي؛ چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان د شانګهای همکاریو ټولنې غړي دي.

دغه ټولنه افغانستان، منګولیا، بیلاروس، عراق او سریلانکا ته د څارونکیو په توګه بلنه ورکوي؛ خو دا مهال د اسلامي امارت استازي دغې غونډې ته ندي بلل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د دې ټولنې د غړیو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دې سیمه‌ییزې ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ وباله او له اسلامي امارت یې وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې  خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

اسلامي امارت تل ویلي، چې په هېواد کې امنیت خوندي دی او د افغانستان خاوره به د سیمې او نړۍ د کوم هېواد پر ضد نه کارول کیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په استانه کې د شانګهای د همکاریو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې په څنډه کې د تاجکستان بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره وکتل. د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د لوړې کچې د خبرو اترو په برخه کې پخپلو ژمنو ټينګار وکړ. دوی همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې د متقابلو ګټو لپاره د کاسا زر پروژې او د سیمه‌ییز ادغام او ارتباطاتو د نورو پروژو پر ژر تطبیق ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!