سوداگري

د صادراتو د پراختیا لپاره د بدیلو لارو په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې له مخې د هېواد د سوداګرۍ  او صادارتو د پراختیا لپاره د نويو لارو د پیداکولو لپاره د تعرفي کمیټي لومړنۍ ناسته تر سره شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د خصوصي سکتورغړي به خپل استازي تعرفي کمیټې ته وروپېژني، چې له نويو مسیرونو څخه د استفادې لړۍ  پراخه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دا اقدام په دې معنا ندی، چې پخواني سوداګریز بندرونه دې بندکړې؛ خو د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره اړینه ده، چې نوي اقتصادي مسیرونه پراخ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مشرۍ د تعرفې کمیسیون د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د رونق لپاره د نوي مسیرونو پر رامنځته کولو غونډه وکړه او هڅه کیږي، چې د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره نوي مسیرونه هم پرانستل شي.

د خصوصي سکتورغړي هم وايي، چې افغان صادروونکي اوس هم د صادراتو او ټرانزیټ په برخو کې وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کیږي؛ نو له همدې کبله دا مهمه ده، چې د هېواد د صادراتو او ټرانزیټ د پراختیا لپاره باید پر نويو لارو تمرکز ډېر شي، چې د افغان سوداګر نړیواله سوداګري په منظم ډول تر سره کړي.

د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: زمونږ ټرانزیټ او صادارت کله نا کله په ځینو پخوانیو مسیرونو کې له ستونزو سره مخ کیږي، چې دا زمونږ د نړیوالۍ سوداګرۍ پر ضرر ده. د نويو مسیرونو له جوړېدو سره به مو د هېواد ستونزې اوارې شي.

د اقتصادي  چارو ځیني کار پوهان پدې باور دي، چې د نويو مسیرونو له رامنځته کېدو سره به د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالي راشي او له نويو مسیرونو څخه به د افغان سوداګرو حضور په نړیوالو مارکیټونو کې نور هم  پراخ  شي.

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر احمد بشیري وایي: په روانو شرایطو کې افغانستان ته مهمه ده، چې د خپلو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د صادراتو او ټرازیټ مسیرونه پرانیزي؛ ځکه خصوصي سکټور په پخوانیو مسیرونو کې ستونزې لري.

د ایران د ګمرکونو یو مسوول په دې وروستیو کې ویلي، چې تېر لمریز کال افغانستان ته د ډول- ډول مالونو د ټرانزیت کچه درې برابره زیاته وه.

د ایران د جنوبي خرآسان د ګمرکونو عمومي مشر محمد کوهګر څرګنده کړې، چې له دې سیمې څخه افغانستان ته د مالونو لېږد درې چنده شوی دی.

د محمد کوهګر د څرګندونو له مخې؛ تېرکال د مهیرود ګمرک له لارې ۱۹ زره ۹۳۶ لارۍ  باروړونکي توکو افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version