سوداگري
د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۸۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوه
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي: “د کابل ښار په څلورو خواوو کې، د لومړنيو او سپکو صنایعو لپاره دوه زره جریبه ځمکه، د ننګرهار، کندهار او بلخ په ولایتونو کې ۲۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو د جوړولو لپاره له صنعتي قانون سره سم، د اسلامي امارت د نوي تصویب شوي قانون سره سم ځانګړې شوې ده.”
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر د دوشنبې پر شپه( د غبرګولي پېنځمه) په یوه مطبوعاتي خبرپانه کې اعلان وکړ، چې په ۲۸ ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۸۰ زره جریبه ځمکه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته لېږدول شوې ده.
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي: “د کابل ښار په څلورو خواوو کې، د لومړنيو او سپکو صنایعو لپاره دوه زره جریبه ځمکه، د ننګرهار، کندهار او بلخ په ولایتونو کې ۲۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو د جوړولو لپاره له صنعتي قانون سره سم، د اسلامي امارت د نوي تصویب شوي قانون سره سم ځانګړې شوې ده.”
د اقتصاد مرستیال ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت دا ځمکې د چاپېریال ساتنې د اصولو او د ښاري ماسټر پلان سره سم د یوه ځانګړي طرزالعمل پر بنسټ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته لېږدولې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه پورې د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ په ۲۸ ولایتونو کې ۳۶ صنعتي زونونه جوړ کړي، شاوخوا ۸۰ زره جریبه ځمکه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته لېږدول شوې او په اته ولایتونو کې ۱۲۵ شرکتونو ته ۶۴۹.۵ جریبه ځمکه وېشل شوې ده.