تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې شول
دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د تشبثاتو مرکزونو جوړول، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو پروسس او چمتوکول، د صادراتو پراختیا او یو شمېر نورې برخې رانغاړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ نن( چارشنبه د عقرب شپږمه) د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اوومه غونډه جوړه شوه، چې په کې د تمویلوونکو بنسټونو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه تمویلوونکو او نړیوالو بنسټونو ته وړاندې شول.
دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د تشبثاتو مرکزونو جوړول، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو پروسس او چمتوکول، د صادراتو پراختیا او یو شمېر نورې برخې رانغاړي.
دغه لومړیتوبونه د هېواد د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تولیدي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ټاکل شوي دي، جې د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ د امکان تر بریده له همدې لومړیتوبونو سره سمې او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیالۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه کړې، چې دغه لومړیتوبونه یې ورته وړاندې کړل.
هغوی ویلي، خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدې لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.