تازه خبرونه

د طبيعی سرچينو ملي ستراتيژي جوړه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د کرنې اومالدارۍ وزارت له طبیعي سرچینو څخه د سالم مدیریت او استفادې ملي ستراتیژي جوړه کړې.

دوی وايي د ستراتیژي د پلي کولو له پاره درې سوه څلورویشت میلیون امریکايي ډالرو ته اړ تیا ده چې دغه وزارت يي په یواځې سر د پلي کولو توان نه لري. د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي که د هېواد له طبيعي سرچینو څخه سمه استفاده وشي، اتیا په سلو کې هېوادوال به له اقتصادي کړکېچ ووزي.

د کرنې او مالدرۍ وزارت د هیواد له ټولو ولایتونو د اړوندو ادارو مسولین راغوښتي ترڅو ورته له طبیعي سرچینو څخه د ساتنې او څارنې نوې ستراتیژۍ معرفي او د تطبیق پر څرنګوالي یې بحث وکړي. دغه وزارت وايي افغانستان سرشاره طبیعي سرچینې لري خو تر اوسه ترې استفاده نه ده شوې خو وايي چې د تطبیق له پاره يي مرستو ته اړتیا ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال میرامان الدین حیدري وايي: “مونږ د هېواد طبیعي سرچینو د مدیریت له پاره لکه ځنګلونه، څړځایونه، اوبه او د ظرفیتونو لوړول دي خو د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.”‌

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وايي چې د دغې پروژې د پلي کولو له پاره څلورو کلونو ته اړتیا ده او تر څنګ يې باید نړیوال ۳۲۴میلیون ډالر مرسته وکړي ځکه حکومت په یواځې سر نه شي کولی دغه ستراتیژي تطبیق کړي.

کلیپ: محمد رفیع قاضی زاده د کرنې او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو رییس وايي: “په سترا تیژي کې مو له طبیعي منابعو څخه د استفادې او ودې له پاره ټول پروګرامونه تر لاس لاندې دي خود پلي کولو له پاره یې ۳۲۴ میلو ن ډالرو ته اړتیاده”

دغه وزارت وايي په تېرو دوو کلونو کې د طبیعي سرچینو اوځنګلونو په برخه کي کار شوی. په ټول هیواد کې يو اعشاريه ۷میلیون خالص اقتصاد صفر اعشاریه دري شپیته سلنه برخه جوړوي، اووه نوي سلنه کلیوالي خلک له ځنګلونو او طبیعي سرچینو ګټه اخلي.

خبريال:اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version