روغتيا
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ
صابرټون، چې د روانې میاشتې په پیل کې یې افغانستان ته سفر کړی و، تېره اوونۍ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې افغانستان ” اوسمهال په نړۍ کې ترټولو ستونزمن بشري شرایط” لري.
د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د اجرائیوي مدیر د مرستیال انډریو صابرټون هغه ادعاوې رد کړې، چې ویلي یې ول؛ په افغانستان کې په هرو دوه ساعتونو کې یوه ښځه د اومیدوارۍ او زیږون د مخنیوي وړ پېچلتیاوو له کبله مري.
صابرټون، چې د روانې میاشتې په پیل کې یې افغانستان ته سفر کړی و، تېره اوونۍ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې افغانستان ” اوسمهال په نړۍ کې ترټولو ستونزمن بشري شرایط” لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د صابرټون د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې د هغه ادعاوې “ناسمې” او “بې بنسټه” او د هېواد په روغتیایي سکټور کې له شويو پرمختګونو سره په ټکر کې دي.
د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوسني حکومت تر چتر لاندې د میندو او ماشومانو د روغتیایي پاملرنې، د روغتیایي مرکزونو د پراختیا او د میندو د مړینې په کچه کې د کمښت په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د روغتیایي مسایلو په اړه د احصائیو له خپرولو مخکې له دوی سره همغږي شي.