سیمه ییز خبرونه
د عربستان پر کوربتوب د سلامي هېوادونو استازیو په غزه کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه
د شنبې پر ورځ ( د لړم ۲۰ ) د عربستان پر کوربتوب د اسلامي هېوادونو مشرانو په غزه کې د پوځي عملیاتو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د اسرائیلو لهخوا یې د فلسطینیانو روانه وژنه رد کړه.
په ریاض کې د عرب لیګ او د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې په فلسطین کې د اسرائیلو له خوا ترسره شوي جنګي جرمونه او د بشریت ضد جنایتونه وڅېړي.
سعودي عربستان په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر امریکا او اسرائیلو د فشار راوستلو په لټه کې دی او ولیعهد محمد بن سلمان د دې پیغام د پیاوړتیا لپاره عربي او نور مسلمان مشران راټول کړي دي.
د ریاض په سرمشریزه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د سوریې ولسمشر بشار الاسد په ګډون ، چې سږ کال له عرب لیګ څخه راستون شوی، د نړۍ لسګونه مشرانو کړی و.
ولیعهد محمد بن سلمان په فلسطین کې د مسلمانانو پر وړاندې وحشیانه جګړه وغندله.
نوموړي په سرمشریزه کې د وینا پر مهال ویلي: مونږ له یوه داسې بشري ناورین سره مخ یوو، چې امنیت شورا او نړیواله ټولنه له نړیوالو قوانیو څخه د اسرائیلو په ښکاره سرغړونه کې پاتې راغلي او روانه جګړه پای ته رسولی نهشي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویل؛ فلسطینیان د نسل وژنې له جګړې سره مخ دی او له امریکا یې وغوښتل، چې د اسرائیلو یرغل پای ته ورسوي.
رییسي د اسرائیلو پر ضد د فلسطیني وسلهوالې ډلې حماس له جګړې هرکلی وکړ او پر اسلامي هېوادونو یې غږ وکړ، چې د اسرائیلو پر ضد د تېلو او توکو بندیزونه ولګوي.
رییسي په خپلو خبرو کې ویلي: له اسرائیلو سره له مقاومت پرته بله لاره نهشته. مونږ د حماس لاس د اسرائیلو پر وړاندې د مقاومت لپاره ښکلوو.
حماس د تلې پر ۱۵ / د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د خپل برید له پیل راپدیخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژلي دي.
له هغه وخت راپدیخوا اسرائیلو پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې د فلسطیني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د جمعې تر ورځې پورې ۱۱۰۷۸ کسان وژل شوي، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.
فلسطیني چارواکو اعلان کړی، چې د غزې په ښار کې له مصروفو روغتونونو سره نږدې د جمعې له شپې څخه تر شنبې پورې نښتې زیاتې شوې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غزې په تر ټولو لوی روغتون کې یو ماشوم د برښنا د پرې کیدو له کبله مړ شوی او د جدي پاملرنې یو ناروغ د اسرائیلو په ډزو کې وژل شوی دی.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ جګړې د منځني ختیځ دودیز اتحادونه ګډوډ کړي دي؛ ځکه، چې ریاض له ایران سره ډېر نږدې اړیکې لري، د حماس د غندلو لپاره د امریکا فشارونه یې رد کړي او د رویترز د څرګندونو له مخې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو پلانونه یې ځنډولي دي.
سعودي عربستان ته د رییسي سفر په څه د پاسه یوه لسیزه کې د ایراني مشر لومړنی سفر دی. تهران او ریاض د مارچ په میاشت کې د چین پر منځګړیتوب د یوې معاملې له مخې په رسمي توګه د کلونو دښمني پای ته ورسوله.
اردوغان د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د شخړې د دايمي حل د موندلو لپاره د سولې د نړيوال کنفرانس غوښتنه وکړه.
اردوغان په دې غونډه كې ويلي: مونږ په غزه كې څو ساعتونو وقفې ته نه، بلكې دايمي اوربند ته اړتيا لرو.
د قطر امیر ویلي: هېواد یې، چې د حماس څو مشران په کې مېشت دي؛ د اسرائیلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د منځګړیتوب غوښتونکی دی او هیله لري، چې ژر تر ژره بشري اوربند وشي.
هغه وپوښتل: تر کومه وخته به نړیواله ټولنه داسې عمل کوي، چې په کې اسرائیل له نړیوالو قوانینو پورته وي؟!
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو ویلي: د غزې په شمالي برخه کې د اندونیزیا روغتون د اسرائیلو د بریدونو هدف دی او پوره وسوځېده.
هغه دې ته په نغوته کې ویلي، چې اسرائیل باید سمدستي د اوربند لپاره د یوې لارې په اړه فکر وکړي. نوموړي زیاته کړې: د اسلامي همکاریو ټولنه باید له ټولو جبهو څخه کار واخلي، چې اسرائیل د ترسره شویو بشري جنایتونو حساب ورکړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان خبریالانو ته ویلي، چې د غزې د راتلونکي په اړه له سمدستي اوربند پرته خبرې نهشي کېدی.
په دې غونډه کې د غزې د محاصرې د پای ته رسولو، بشري مرستو ته د لاسرسي او پر اسرائیلو د وسلو د خرڅلاو د بندولو غوښتنه هم وشوه.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې هېواد یې د شنبې او یکشنبې پر ورځو د اسلامي همکاریو ټولنې او عرب لیګ د دوه ځانګړیو غونډو کوربهتوب کاوه؛ خو د غزې د غیر معمولي وضعیت له کبله یې د ګډې غونډې د ترسره کولو پرېکړه وکړه.
حماس له دغې غونډې غوښتي، چې یوه تاریخي او قاطع پرېکړه وکړي او د صهیونیستي یرغل د سمدستي د بندولو لپاره اقدام وکړي.
د غونډې دوه برخوالو رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې د الجزایر پر مشرۍ ځینو عربي هېوادونو له اسرائیلو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بشپړ پرې کېدو غوښتنه کړې ده.
دوی ویلي؛ نور عرب هېوادونه، چې له اسرائیلو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي دي؛ له دې کار سره مخالفت کوي او د نتانیاهو له حکومت سره د اړیکو د پرانستلو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په تلابیب کې یو خبري کنفرانس ته پر عربي مشرانو غږ وکړ، چې د حماس پر وړاندې ودریږي.
نتانیاهو ویلي: دا د غزې تړانګې ته یوازې دوه شیان راوړي؛ غربت او وینه. حماس د ایران پر مشرۍ د ترهګرۍ د محور نه بېلېدونکې برخه ده او د ترهګرۍ او نفرت دغه محور ټوله نړۍ او ټوله عربي نړۍ له خطر سره مخ کوي.